لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېنيل پرل قضيه کې د سپريم کورټ فېصلې ته د امريکا سخت غبرګون، سيند حکومت د بيا کتنې خواست کړی


د امریکايي وژل شوي جرنلېسټ ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې د پاکستان د سپريم کورټ فېصلې ته امریکا سخت غبرګون ښکاره کړی او د سيند حکومت سپريم کورټ ته خواست کړی چې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

د پاکستان سپريم کورټ په 28م جنورۍ د امریکايي جرنلېسټ ډينيل پرل په تښتونه او وژنه مرکزي تورن احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره نورو درېو کسانو د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

امریکې د پاکستان د سپريم کورټ په دغه فېصله سخته اندېښنه څرګنده کړې او بيا د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دغه لړ کې پرون په 29م جنورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې هم کړي دي.

د سيند صوبې حکومت هم په 29م جنورۍ سپريم کورټ ته خواست کړی چې ستره محکمه دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

په خواست کې ويل چې په قضيه کې د اړونده چارواکو لخوا ځينې مهم ثبوتونه د پامه غورځول شوي دي.

ويل شوي په قضيه کې تورن کسان د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ دي ځکه عدالت دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

سپريم کورټ د ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په قضیه کې د مرکزي تورن احمد عمر سعيد شېخ او هغه سره د فهد نسيم، سلمان ثاقب او محمد عادل د خوشي کولو امر کړی ؤ.

د جسټس مشيرعالم په مشرۍ د درې کسيزه ججانو په ډله کې جسټس يحيا افريدي د تورنو کسانو د بري کولو د فېصلې سره اختلاف کړی ؤ.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي ايشيا بېورو چيف ؤ په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی ؤ چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی ؤ.

د ډېنيل پرل د وژنې په تور احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره درې کسان نيول شوي، عمرشېخ ته په ياده قضيه کې د مرګ او نورو درېو کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورل شوې خو تېر کال د اپرېل په دوهمه سيند هايکورټ د عمرشېخ سزا په اووه کاله بند او د نورو د سزاګانو ختمولو فېصله اورولې وه.

سپريم کورټ په 28م د سيند هايکورټ فېصله په ځای ساتلې او د هغوی د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG