لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سېنېټ کې به د قبايلي ضلعو اته څوکۍ په ځای وساتل شي؟


د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو دپاره په سېنېټ کې د اته څوکيو په ځای ساتلو قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده، خو قانون پوهان وايي په دې کې اوس هم قانوني مسلې شتون لري.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دغه قانوني مسوده وړاندې کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل، حکومتي غړو د قانوني مسودې مخالفت وکړو خو د واکمن تحریک انصاف ګوند د قبايلي ضلعو غړو د مخالفه ډلو د غړو په ملاتړ بيا منظور کړی شوه او بیا د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د نور غور دپاره د قانون او انصاف کمېټۍ ته ولېږله.

د قبايلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډېدو د 25 اييني بدلون وروسته د دغو سيمو ځانګړی حېثيت ختم شوی او په برني سېنېټ کې هم د دغو سيمو څوکۍ ختمې شوي دي.

محسن داوړ وايي د قامي اسمبلۍ نه د دې اييني بدلون مسودې منظورېدل هم کاميابي ده او زياتوي د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډېدو په مهال چې کومې وعدې شوې وې هغه تراوسه نه دي پوره شوي او صوبو چې په قامي مالياتي کمېشن اېن اېف سي کې کومه درې فيصدى برخه منلې وه هم نه ده ورکړی شوې.

هغه زیاته کړه د قامي اسمبلۍ 12 څوکۍ ترې هم لاړې او د سيمې کليزه ترقياتي بوديجه هم کمه ده نو ځکه غواړي چې په سېنېټ کې د دغه سيمو اته څوکۍ په ځای وساتل شي.

دا وخت په سېنېټ کې د قبایلي ضلعو اته استازي ناست دي او د راتلونکي مارچ په میاشت کې د څلورو سېنېټرانو موده ختمېدونکې ده خو د کال 2024 به لا هم د دغو سيمو څلور سېنېټران په سېنېټ کې موجود وي.

خبریال لحاظ علي وايي د قبایلي سیمو دپاره اوس هم بوديجه ځانګړې کيږي او دا لړۍ به تر اتوو کلونو روانه وي ځکه چې دا سيمې اوس هم د نور هېواد په نسبت شاته پاتې دي.

خو نوموړي وايي سوال دا راپورته کيږي چې که په سېنېټ کې اته څوکۍ پاتې کېږي نو د دې د انتخاب طريقه به څه وي؟ ځکه چې مخکې دا سېنېټران د قامي اسمبلۍ د قبایلي سیمو 12 غړو منتخب کول او د 25 اييني بدلون وروسته دغه غړي اوس د خېبر پښتونخوا غړي بلل کیږي. دا به مسله جوړوي.

قانون پوهه او د اييني چارو ماهر قاضي انور اېډوکېټ وايي، د سېنېټ د راتلونکو ټاکنو په اړه د هېواد په سپريم کورټ کې هم اورېدنه روانه ده او حکومت هم په دې اړه ايينې بدلون راوړل غواړي نو د هغې نه وروسته به مالومه شي چې د قبایلي سیمو د سېنېټ د غړو انتخاب به څه ډول کېږي؟.

دا قانوني مسوده په داسې حال کې منظوره کړی شوې ده چې په مارچ کې به نيمايي سېنېټران رېټاېرډ کېږي او په دغو څوکو به نوې ټاکنې کيږي، خو د ټاکنو کمېشن تراوسه پورې د دغو ټاکنو کره نېټه نه ده اعلان کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG