لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستان کې میډيا ازاده ده؟ قاضي فائر عیسا عدالت کې ریفرنډم کړی


دپاکستان دسپریم کورټ جج ښاغلي قاضي فائز عیسا وایي په هیواد کې چې هر څوک دحکومت پلوی دی هغه په وطن مئین بلل کیږي اؤ چې څوک د حکومت مخالف دی هغه ته غدار ویل کیږي.

دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې د زیارت په ورځ قاضي فائز عیسا پنجاب کې دبلدیاتي ټاکنو په اړوند د دوسیې اوریدلو په مهال پاکستان کې دمیډیا د ازادۍ په اړوند د عدالت کې دموجودو صحافیانو ترمنځ ریفرنډم هم کړی دی چې یو خبریال هم پکې پاکستان کې دصحافت د ازادۍ ددعوؤ په پلوۍ رایې نه ده ورکړې .

قاضي فائر عیسا په دغه مهال دستر څارنوال یا اټارني جنرل څخه پوښته کړې چې ایا پاکستان کې میډیا ازاده ده؟ اؤ له هغه څخه یې ددې پوښتنې ځواب په “هو” یا “نا “کې غوښتی دی.

ستر څارنوال چې کله دجج څخه وغوښتل چې د “هو” یا “نا “ په منځ کې باید یوه لاره بله هم ورکړل شي نو قاضي فائر عیسا وویل په عدالت کې چې څومره خبریالان شتون لري د دوئ څخه ریفرنډم کوؤ چې ایا پاکستان کې میډیا ازاده ده که نه ؟

رپورټونه وایي تر دغې وروسته قاضي فائز عیسا دعدالت خونه کې ناستو خبریالانو ته وویل “تاسو کې چې څوک ګڼې چې میډیا ازاده ده نو هغوئ باید لاسونه پورته کړي”خو دجج په پوښتنه یو خبریال هم لاس پورته نه دی پورته کړی.

قاضي فائر عیسا وویل چې په دې ویلو کې هیڅ دتردود ښکار نه یم چې میډیا ازاده نه ده ،میډیا چې په کومه توګه قابو کړل کیږي اؤ رېښتونی خبریالان په کومه توګه بهر غورځول کیږي دا ښایي چې هیواد په منظمه توګه دتباهۍ په لور بوتلل کیږي.

هغه وویل هرکله چې میډیا تباه شي نو هیواد هم ورسره تباه کیږي .

هغه وویل کوم خلک چې دمیډیا په کنټرول کولو هم له دغې میډیا څخه پخپلو ستائینو اوریدو خوشحالیږي هغوئ دنفیساتو ماهرانو ته باید ځانونه وښایي.

په دغه مهال دسپریم کورټ یو بل جج مقبول باقر ویلي قاضیان باید دداسې وینا نه ډډه وکړي خو څه وکړل شي چې هیواد کې د خوښۍ وړ وضعیت نه شته اؤ تر څو به څوک په دې هرڅه غلي پاتې شي.

ستر څارنوال په دې موقعه محکمې ته ویلي چې هیواد د جنګ په حالت کې دی خو قاضي مقبول باقر ویلي هو هیواد دجګړې په حالت کې دی خو دا جګړه د اولس په ضد روانه .

دپاکستان یو وتلي خبریال حامد میر په ټوئټر لیکلي نن سپریم کورټ کې د صحافت د ازادۍ په اړوند اصل حقیقت دهر چا مخې ته راغلو.

هغه وایي اوس که څوک قاضي فائز عیسا اؤ دهغه عدالت کې موجود خبریالان غدار اؤ دروغژن ګرځوي نو په شوق سره دې دا کار وکړي

دا په داسې حال کې ده چې دکال ۲۰۲۰م دپاره د پاکستاني ورځپاڼو د مديرانو تنظیم (سي پي این ایي) پخپل کلیز رپورټ کې ویلي چې په دغه کال هیواد کې لس خبریال وژل شوي، ګڼ نور تښتول شوي اؤ ځورؤل شوي اؤ دیو شمیر خبریالانو په ضد مقدمې هم جوړې کړل شوي دي.

اوړمه ورځ اسلا م اباد کې میشت خبریال حنیف الرحمان وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ مخکې هم پاکستان کې دمیډیا د ازادۍ وضعیت ډیر ډاډمن نه ؤ خو دکله نه چې هیواد کې د پي ‌ټي ایي حکومت جوړ شوی نو دهغې راپدیخوا دمیډیا په ضد ګامونه د نورو وختونو په پرتله په جار پورته کړل کیږي.

دخبریال حنیف الرحمان په وینا په دې وروستیو کې دلته په خبریالانو باقاعده مقدمې جوړې کړل شوي اؤ‌ځېنې خبریالانو ته ویل کیږي چې هغوئ به پخپلو پروګرامونو کې څه رقم خبرې کوي اؤ کوم رقم به نه کوي؟

دپاکستان حکومت دمیډیا په ازادۍ دبندیزونو رپورټونه په کلکه ردوي اؤ په دې وروستیو کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې دستور کې د رایې د څرګندولو کومه ازادي ورکړل شوې حکومت په هغې بشپړ باور لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG