لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د221 لادرکه کسانو مړي موندل شي چې 55 پکې دپښتونخوا دي،دکمیشن رپورټ


پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه کړل شوؤ کسانو د موندنې سرکاري کمېشن وایي چې تېرو نهو کلونو کې په زور د لا درکه کړی شوؤ کسانو دجملې څخه د تشدد ښکار د221 کسانو مړي ترلاسه شوي چې پکې د 55 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

دکمیشن په وینا دا مهال د پوځ د څارنې لاندې حراستي مرکزونو کې 858 کسان قید چې تر ټولو زيات 714 وګړي پکې د خېبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لري.

کمېش په خپل رپورټ کې وايي چې د روان کال په لمړۍ مياشت کې په زور د لا درکۍ 23 نورې پېښې هم مخې ته راغلي دي.

د لادرکه بلوڅانو د حقونو مبارز قدير بلوڅ وايي تېره يو نيمه مياشت کې 30 لادرکه بلوڅان کورونو ته راغلي خو وايي اوړمه ورځ د مچ بولان او مکران نه هم نور کسان پورته کړل شوي دي.

کمېشن په خپل تازه راپور کې وايي کال 2020 کې هم په جبر د لادرکې 415 پېښې رپورټ شوي چې پکې تر ټولو زياتې 67 پېښې د تېر کال 2020م په وروستۍ مياشت کې مخې ته راغلې دي.

د لادرکه تنانو د موندنې د کمېش په رپورټ کې راغلي چې د پوځ د څارنې لاندې حراستي مرکزونو کې دا مهال ټول 858 کسان قید دي چې پکې تر ټولو زياته شمېره 715 د خېبر پښتونخوا د وګړو ده.

دغه حراستي مرکزونو کې د پنجاب 86, د سندهـ صوبې 37, د اسلام اباد 17, د پاکستان دواک لاندې دکشمیر درې او د ګلګت بلتستان يو وګړی شامل دی.

په زور د لادرکه کړل شوو کسانو د موندنې کمېشن دا تازه شمېرې په داسې حال کې مخې ته راوړي چې تیرو ورځو کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان ویلي وؤ حکومت نه غواړي چې څوک هم په جبر لادرکه کړې شي.

خو تېره میاشت د واکمن تحریک انصاف ګوند غړو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان د غړي محسن داوړ او د بلوچستان نېشنل پارټۍ د مشر سردار اختر مېنګل لخوا وړاندې کړل شوې هغه ګډه قانوني مسوده رد کړې وه چې پکې په جبر د لادرکۍ عمل د يو جرم ګرځولو او ددې ستونزې د هواري غوښتنه شوې وه.

حکومتي غړو دريځ خپل کړی‌ ؤ چې د اتلسم ائیني بدلون په اساس دا چارې صوبو ته منتقل شوې دي.

په جبر د لادرکه کړل شوؤ بلوڅانو د حقونو مبارز او د وايس فار مسنګ بلوچ پر سنز تنظیم مرستيال صدر قدير بلوڅ ډيوه ته وايي تېره موده کې لږ تر لږه 30 لادرکه بلوڅان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي خو پکې د زياترو روغتیایي حالت ډېر خراب دې.

هغه وايي وړمه ورځ هم د مکران او مچ څخه ډېر کسان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پورته کړل شوې دي.

د کمېشن د شمېرو له مخې کال 2019 کې په جبر د لادرکۍ ټولې 800 پېښې رپورټ شوې وې او کال 2020م کې دا شمېره 415 ته راټيټه شوې ده.

خو د لادرکه پښتنو په شمېرو کار کونکی او د پي ټي اېم فعال عالمزيب محسود ډيوه ته وايي چې کال 2018م کې تر ټولو زيات لا درکه پښتانه راخوشې شوې وو خو زياتوي چې اوس هم د خلکو په زور د لا درکه کولو لړۍ روانه ده او استخباراتي ادارې ددې عمل نه لاس په سر شوې نه دي.

د بشري حقونو تنظیمونه، د بلوڅو او پښتنو د حقوقو مبارزين په جبر دخلکو د لادرکۍ تورونه د پاکستان په استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه بې اساسه ګرځوي او وار په وار یې ردوي.

د کمېشن د شمېرو ترمخه په تېرو نهو کلونو کې په جبر د لادرکې 6921 پېښې رپورټ شوې چې پکې د 2122 کسانو درک لا تر اوسه نه دې مالوم شوی.

د لا درکه کسانو د موندنې کمېشن په خپل راپور کې د لادرکه کړل شوو کسانو د مړو تفصيل هم ښودلی او وايي چې په تېرو نهو کلونو کې په زور د لا درکه شوو کسانو د تشدد ښکار 221 مړي موندل شوي دي .

کمیشن وایي په دغو مړو کې تر ټولو زيات 66 مړي د پنجاب، لس د سندهـ، 55 د خېبر پښتونخوا، 30 د بلوچستان او اته مړي د پاېه تخت اسلام اباد څخه دي.

قانون پوهان او نړیوال تنظیمونو د پاکستان د لا درکه تنانو د موندنې د کمېشن په کارکردګۍ هم پوښتنې راپورته کوي او وايي کمېشن تر اوسه پورې د خلکو په زور لا درکۍ کې ککړ کوم استخباراتي چارواکي ته نه خو سزا ورکړې ده او نه یې په ګوته کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG