لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبائیلي ضلعو اؤ بلوچستان زده کوونکو طب پوهنځيو کې دڅوکیو په کمولو احتجاج کړی


دپاکستان په ميډيکل کالجونو یا طب پوهنځیو کې قباٸلي ضلعو او بلوچستان لپاره ځانګړو څوکیو کې په لویه کچه دکمي راستو په ضد د يادو سيمو زده کوونکو اسلام اباد کې دحکومتي ادارې پاکستان ميډيکل کميشن د ودانۍ مخى ته احتجاجي مظاهره کړې ده.

مظاهر چیانو "د کميشن ظلم نامنظور او مونږ انصاف غواړو "شعارونه پورته کول او تور ېې ولګولو چې دلوړو زده کړو اداره يا ايچ اي سي ټاکل شوو څوکیو لپاره د وظيفو په جاري کولو رضا ده خو پاکستان ميډيکل کميشن پکى خنډان اچوي.

د شمالي وزيرستان نه مظاهره کې یو ګډون کوونکي محصل امين الله وى او ای ډيوه ته وويل دوئ تل د پاکستان لپاره قربانۍ ورکړي خو ددې بدل کې حکومت د دوئ څوکۍ د ٢٦٥ نه ٢٩ ته راکمې کړې او په دې څوکیو هم داخله کى خنډان اچولى شي.

د بلوچستان ژوب سره تړاو لرونکي پير روحيل شاه وويل د دوئ سيمې وړاندى نه بد امنۍ او غربت ځپلې دي او د طبي اسانیو د کمي ښکار دي خو حکومت دوئ ته د طبي تعليم دموقعو ورکولو پځائ دوئ د شته څوکیو نه هم محرومه ساتل غواړي.

پاکستان ميډيکل کميشن او د لوړو زده کړو کميشن يا ايچ اي سي د ګرد هيواد په ميډيکل کالجونو کې دبلوچستان او قباٸلي ضلعو لپاره ٢٦٥ څوکیو د ټاکلو پريکړه کړې وه .

وروسته بيا کال ٢٠١٩ کې د سينيټ اړونده قاٸمه کميټۍ ددغه څوکیو دشمیرې تر کال ٢٠٢٢ پورې پرځائ دساتلو حق کى قرارداد هم منظور کړى ؤ.


ديادي کميټې مشر د پښتنخوا ملي عوامي ګوند د سينيټ غړى عثمان کاکړ احتحاجي کوونکو محصلینو سره يووالي لپاره ورغلى ؤ.

د ميډيکل کميشن چارواکو سره له خبرو وروسته عثمان کاکړ ويلي د زده کوونکو د تعليم لپاره پکار مالي مرستى تر لاسه دي خو کميشن ميډيکل کالجونو کې دداخلو په اړه صوبايي حکومتونو ته کردار ورکول غواړي کوم چى دوئ نه مني.

هغه وي او ای ډيوه ته ويلي دوئ اړونده حکومتي چارواکي کميټى ته رابللي او هېله ده چې دوئ به دشخړى هواري لاره راوباسي.

وي او ای ډیوه هڅه وکړه چې دمظاهره چیانو دغوښتنو په بابله د پاکستان ميډيکل کميشن دکوم اړونده چارواکي دریځ ترلاسه کړي خو په دغه هڅه کې بریالۍ نه شوه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG