لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان د پاکستان په سرکاري او شخصي رسنیو کې نه ښکاري سببونه يې څه دي؟


media and social media in pakistan
media and social media in pakistan

کوټه ـــ له اسلام اباده په شخصي کار پسې راغلی 55 کلن خدايداد شېرانی د کوټې پر جناح سړک په يوه هوټل کې چای څښي خو پام يې ټول په خپل موبايل کې دی، د غرمې دوولس بجې دي، پر ټولو ټي وي چېنلونو د ملک مهم خبرونه خپريږي، په دې هوټل کې هم د يو مشهور چېنل غرمنۍ خپرونه لګيا ده خو خدايداد ټیلیویژن ته نه ګوري، موږ وپوښت چې ولې؟

په ځواب کې خدايداد شېراني راته وويل چې د بلوچستان او د خپل کلي- کور خبرونه يې پر ټيليويژن نه ښکاري نو ځکه يې نه ګوري:

"بلوچستان ته خو بېخي کوريج نه ورکوي، چې هر څومره لويه پېښه وشي، موږ له يو بله خبر شو، خلک ټي وي ولګوي فکر يې دا وي چې دا خبر به اوس د بيړني خبر په توګه ښکاره شي خو هیڅ نه وي او اخيرنۍ هيله مو فېسبوک شي او هلته يې وپلټو چې ښايي چا د دې پيښې په اړه کوم څه ليکلي وي او موږ ترې خبر شو".

د خدايداد په څېر د بلوچستان هر دويم تن همدغه ګیله لري چې د ملک پر ټيليويژنونو بلوچستان نه ښکاري، پر ټولينزو رسنيوهم زياتره وخت دغه نيوکې کيږي، دا خو لا څه چې د بلوچستان وتلي خبريالان هم وايي د بلوچستان ستونځې د پاکستان پر سرکاري او شخصي اخبارونو او ټي وي چينلونوباندې هغه ډول نه ښکاره کيږي څه ډول چې پکار ده.

په بلوچستان کې د ډان ټيلیویژن مشر وتلی خبريال سيد علي شاه وايي، د بلوچستان د وزیراعلی او ګورنر خبر هم نه چلوي د يو عام وګړي او ستونځې خبره خو لرې ده:

"د بلوچستان وزیراعلی او ګورنر ته هم په ملکي ميډيا کې کوريج نه ورکول کيږي، کوم چې په پنجاب، سيند او يا څه نا څه د خېبر پښتونخوا د يوه وزير يا اسمبلۍ د غړي بيان زموږ د وزيراعلا او ګورنر تر بيان هم غټ وي".

بيا کوم وخت او څه ډول خبرونه خپريږي؟ ددې سوال په ځواب کې سيد علي شاه وويل "ترهګريزې يا داسې نورو لویو پېښو ته ځای ورکول کيږي هغه هم يواځې او يواځې څلوېښت پینځوس سېکنډه".

د غيردولتي ادارې ميډيا لېنډ سکېپ يو رپورټ وایي، په پاکستان کې د ملکي کچې غټ او مشهور چينلونه شاوخوا دېرش دي او د اردو انګرېزي او نورو ژبو غټ اخبارونه يا ورځپانې هم شاوخوا دېرش دي.

د مقامي يا سیمه ییزو ژبو ټي وي چينلونه، اخبارونه او ايف ايم رېډيو سټېشنونه له دې علاوه دي، خو بيا هم بلوچستان ته ولې په خبرونو کې ځای نه ورکول کيږي دغه سوال مو د بلوچستان د خبريالانو د اتحاديې بي يو جې مشر سلمان اشرف ته کښېښوو، هغه يې په ځواب کې وويل:

"له تېرو لسو کالو موږ د پاکستان د غټو غټو ټي وي چېنلونو او اخبارونو له مالکانو او د اخبارونو له اېډيټرانو سره دا خبره کړې، دوی وويل بلوچستان ته چې کوم وخت اوس ورکړل شوی دی دا هم ډېر زيات دی، د بلوچستان له خوا بزنس نه ميلاويږي، له کومو سيمو چې و ټي وي او اخبارونو ته اشتهار او پيسې ملاويږي اول د هغو نمبر دی بيا د بلوچستان".

د بلوچستان د خبريالانو په خبره که د بلوچستان او پښتنوخوا شتمنو او ځايي خلکو ته د ټي وي چېنلونو لايسنسونه ورکړل شي تر ډېره حده به دغه ستونځه حل او ګیلې کمې شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG