لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال لیونارډ باربوسا ته کلکه او زبردسته ماته ورکړه


واشنګټن - د ازادو مبارزو افغان اتل لوبغاړي احمد ولي هوتک د زیارت یا پنجشنبې په ماښام سیالیو کې چې په کابل کې جوړې شوې وې خپل برازیلي سیال لیونارډ بابوسا ته ډېره په کلکه ماته ورکړه.‌

هوتک په باربوسا باندې په دوهم رونډ کې ډېره سخته ګونډه واره کړه او باربوسا پر ځمکه پرېوته. ورپسې هوتک د باربوسا په سر او مخ باندې په پرلپسې توګه درانه سوکان وار کړل چې په پایله کې یې ډېر ژر باربوسا نېک اوټ شو.

ښاغلي هوتک له بریا وروسته په خپلو خبرو کې داسې وویل،

"ټول افغان ولس ته، زخمي او ټپي افغانستان ته ددې بریا مبارکي وایم." او بیا یې زیاته کړه چې " په ځانګړي توګه ددې بریا مبارکي افغا امنیتي سرتېرو ته وړاندې کوي."

دا لومړی ځل دی چې نړیوال لوبغاړي د فري فایټ سیالیو لپاره کابل ته تللي. دا لوبې په غازي سټېډیم کې ترسره شوې، چېرې چې طالبانو یو وخت افغانانو ته پکې سزاګانې ورکولې.

دا لوبې په ټولنیزو رسنیو باندې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د ښاغلي هوتک په خبره کابل کې دا سیالۍ ځکه ترسره کوي چې نړیوالو ته وښیي، کابل یوازې د جګړې ډګر نه دی.

نوموړی پوره ډاډ درلود چې دغه سیالۍ به هرومرو ګټي ځکه چې ورته یې نږدې پنځه میاشتې سخت تمرینونه کړي وو.‌

د دغو لوبو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. ددغو لوبو د لومړنیو شپږو سیالیو پایلې په دې توګه وې.

شپږمه لوبه:

شپږمه سیالي د ایراني حمید رضا قالیپور او پاکستاني کمې جټ ترمنځ وشوه چې حمید رضا په دې وتوانېده چې خپل پاکستانی سیال د دوهم راونډ په ۱.۴۴ دقیقه کې نېک اوټ کړي.

په دغې سیالۍ ایرانی لوبغاړې په دې وتوانېده چې خپل پاکستانی سیال په لومړي راونډ کې هم په مځکه وغورځوي.

پنځمه لوبه:

پنځمه لوبه د محمد وسیم کوهمندي او فرید الله روحاني ترمنځ وه.

په دې لوبه کې محمد وسیم کوهبندي په لومړي راونډ کې فرید الله روحاني نېک اوټ کړ او د هغه په مخ او سر یې درنې ضربې ورکړې.

څلورمه لوبه:

څلورمه لوبه د محمد معصوم مایار او رحمت الله نظري ترمنځ ترسره شوه.

محمد معصوم ماریا په دې وتوانېده چې خپل سیال په دوهم راونډ کې نېک اوټ کړي.

دریمه لوبه:

دریمه لوبه د زبیر عثماني او صدیق الله غزنوي ترمنځ وه چې زبیر عثماني هم په لومړي راونډ کې خپل سیال ته ماته ورکړه.

دوهمه لوبه:

دوهمه لوبه د اتل شهیدزي او حضرت توفیق ترمنځ وشوه چې حضرت توفیق په لومړي راونډ کې دغه سیالي وګټله او خپل سیال یې ناک اوټ کړ.

لومړۍ لوبه:

دغه تاریخي سیالي لومړی د جواد عبدالرحیمزي او مسعود صافي په سیالۍ پیل شوه.

دواړه درې راونډه سره وجنګېدل او په پای کې جواد عبدالرحیمزی د لوبې ګټونکی اعلان شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG