لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ قاضي فائز عیسا د وزیراعظم اړوند دوسیو اوریدو څخه منعې کړی


دپاکستان دسپريم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد دیادې محکمې یو بل جج قاضي فاٸز عيسا دوزير اعظم عمران خان اړوند دوسیو اوریدو څخه منعې کړی اؤ خپله پرېکړه کې یې لیکلي چې قاضي فاٸز عيسي وزير اعظم سره شخړه لري ځکه مناسب نه ده چې هغه د وزير اعظم عمران خان سره تړلى قضيي واوري.

پاکستان کې وړاندى نه د وکيلانو تنظيمونه تور لګوي چې دپوځي اسټيبليشمنټ دخوښې برعکس پرېکړو کولو باندې قاضي فاٸز عيسا او د هغه کورنۍ ځورول کيږي.


دپاکستان د وکیلانو دسازمان یا بار کونسل پخوانى مرستيال مشر عابد ساقي د سپریم کورټ دمشر قاضي پرېکړه د قاضي فاٸز عيسا سپکاوى او قانوني اساس نه محرومه بولي او وايي دا پرېکړه د پاکستان اعلى عدليه کې واضحه تقسيم په ډاګه کوي.

دسپريم کورټ جج قاضي فاٸز عيسا د وزير اعظم عمران خان لخوا د قامي او صوبايي اسمبلو غړو لپاره د کروړونو روپو دترقياتي پنګو د منظورۍ د خبر نونټس اخستى ؤ.

دتير زيارت په ورځ دسترې محکمې دمشر قاضي جسټس ګلزار احمد په مشرۍ پینځه کسيزه څانګې په دغه قضييه کې دحکومت دا دريځ منلى ؤ چى وزير اعظم داسې نه دي کړي او محکمې دوزير اعظم په ضد دغه قضيه ختمه کړى وه.

خو دې سره بيا مشر قاضي دا هم په ګوته کړې چې قاضي فاٸز عيسا د وزير اعظم عمران خان په ضد محکمې ته په شخصي حیثیت کې عریضه کړې ده ځکه هغه لپاره مناسب نه ده چې راتلونکي کي بيا د وزير اعظم په ضد کومه قضيه واوري.

دمشر قاضي ترمخه د پاکستان سپريم کورټ دې ته ناست نه دى چى د وزير اعظم سره شخړې جوړې کړي.

دبلوچستان صوبى سره تړاؤ لرونکي قاضي فاٸز عيسا په تېرو وختونو کې دسپريم کورټ د جج په توګه غیرپوځي چارو کې دپوځ د مداخلې په ضد سختى فيصلى ورکړې دي.

د هغه کورنۍ برتانيه کې دپټو جائیدادونو اؤ پنګو لرلو په تور پاکستان کې دحکومتي ادارې ايف بي ار لخوا د پلټنو سره مخ ده.

قاضي فاٸز عيسا هم په وزير اعظم عمران خان او د هغه حکومت کى په شاملو مهمو غړو بهرنيو هيوادونو کې د پټو اثاثو لرلو تورونه لګولي دي.

د وکيلانو تنظيمونه تور لګوي چې دپوځي اسټيبليشمنټ دخوښې برعکس پرېکړو کولو باندې قاضي فاٸز عيسا ځورول کيږي.

وتلي قانون پوهه اؤ د هيواد په کچه د وکيلان دتنظيم پاکستان بار کونسل پخواني مرستيال مشر عابد ساقي وي او ای ډيوه ته ویلي دقاضي فائز عیسا په هکله دسپریم کورټ دپرېکړې څخه په ډاګه کیږي چې ستره محکمه په دوؤ ډلو کې ویشل شوې ده.

هغه وایي دا پرېکړه ښایي چې سپریم کورټ کې څوک دقانون او دستور پرواه نه لري خو د ځانګرې تګلارې په اساس دخپلې خوښې فيصلې جاري کيږي.

نوموړي زياته کړه که حکومت په قاضي فاٸز عيسا څه رقم نیوکه کړې وه نو بيا به هم یو دلیل موجود ؤ خو مشر قاضي څنګه د خپل يو همکار په صداقت پوښتنې راولاړولی شي؟

دسپریم کورټ جج قاضي فائز عيسا دخپلې فيصلې د لارې کال ٢٠١٧م کې د مذهبي تندروه ډلې تحريک لبيک په اسلام اباد کې داحتجاجي پرلت په خورولو کې د پوځ کردار د ملکي دستور په ضد ګرځولى ؤ.

پوځي استخباراتي ادارې ایي ايس ایي ددغه پرېکړې بيرته اخستو لپاره سپريم کورټ ته د بيا کتنې خواست هم ورکړی دی.

د قاضي فائز عيسا کورنۍ په حکومت د اثاثو د پلټنو په معامله کې د دوئ دبيځايه ځورولو تور لګوي خو حکومت دريځ لري چې دغه پلټنې دسپريم کورټ دحکم په اساس کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG