لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټاګون وایي امریکا په مسولانه ډول دافغان جګړې ختمولو په هڅه کې ده


د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي تیره شپه په یوه خبري ناسته کې ویلي دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر لوړ شوی دی.

د کربي په خبره، امریکا غواړي پر همدې موضوع تمرکز ډیر کړي تر څو یو سیاسي جوړجاړی ترلاسه کړي او دا جګړه په مسوولانه توګه پائ ته ورسوي.

د افغانستان دبشر حقونو سازمان روان حالات خوشینونکي بولي او زیاتوي چې د سولې په لار کې ډیر زیات خنډونه رامنځ ته کیږي او یوازې افغانان د جګړې قرباني کیږي.

شنونکي په دې اند دي چې جګړو کې ښکیل لوري د زیاتو امتیازاتو غوښتونکي دي چې له امله یې د سولې خبرې بې برخلیکه او حالات ورځ تر بلې بد لوري ته روان دی.

د امریکا ددفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کې لوړ رتبه چارواکو د افغانستان د روانې وضعیت په اړه خواشیني ښودلې ده.

د پینټاګون یا ددفاع وزارت ویاند جان کربي تیره شپه په یوه خبري ناسته کې ویلي دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی په ډیره لوړه کچه روان دی چې ټول افغان ترې کړیږي.

کربي وایي" هغه څه چې افغانان یې خواشیني کړي دي د لوړې کچې تاوتریخوالی دی او دا هغه څه دي چې موږ اوس ډېر تمرکز پرې لرو. په همدې خاطر موږ غواړو چې یو سیاسي جوړجاړی ترلاسه کړو تر څو دا جګړه په مسوولانه او ثابته لار پائ ته ورسوو"

خو د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه لوړ رتبه چارواکي د فرانسې له خبري اژانس سره د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې په افغانستان کې روان کړکېچ د هر ډول حل مخه ډب کولی شي.

د امریکا او طالبانو د سولې د شوي تړون له مخې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی ؤ خو برعکس په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون په لاسلیک کیدو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسیدلی دی.

دا مهال په افغانستان کې د هدفی وژنو او چسپکې ماینونو پیښې ډیرې شوي دی او افغان حکومت د امریکا د نوي حکومت د راتګ سره سم د تړون د بیا کتنې غوښتنې وکړې او ادعا یې وکړه چې طالبانو د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

خو طالبان بیا دا اعاوې بې ځایه بولي اؤ وایي امریکا سره یې دسولې په شوي تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي دي.

د امریکا د نوې انتظامیې چې مشري یې جوبایډن په غاړه لري له طالبانو سره د امریکا تړون ته بیا کتنه پيل کړي تر څو پوهه شي چې طالبان له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو او د تاوتریخوالي د کمولو په څېر ژمنې پر ځای کړي او کنه.

دافغانستان دبشري حقونو دسازمان ریس لعل ګل لعل وایي چې د سولې خبرو لپاره بیلابیل نامعلوم خنډونه رامنځ ته کیږي.

لعل وایي د جنګ ښکیلو خواؤ له ولس سره ژمنې کړي خو بدبختانه چې هره ورځ افغانان د جګړې قرباني دي، دوي باندې وسله وال،هدفي او ورته نور بریدونه ترسره کیږي او روان وضیعت د لا ډیرې اندیښنئ وړ دی.

ښاغلي لعل وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل " په خواشینۍ سره چې د یوې خوا نه د سولې خبرې روانې دي د جګړې ښکیلې خواؤ د ولس او نړیوالو سره ژمنې کړي دي چې دوئ به د سولې خبرو کې ریښتینې وي خو په خواشینۍ سره چې د سولې په لاره کې تر اوسه پورې ډیر زیات خنډونه او بهانې راپیدا شوي دي"

هغه وایي "په جګړو کې ښکېلې خواوې چې د نظامي لارې کومه موخه لاسته راوړي یوازې بې ګناه افغانان د دوئ دموخو هدف ګرځیږي موږ دغه عملونه چې اوس په هیواد کې روان دي او قرباني بې ګناه افغانان ورکوي غندو "

بلخوا د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون یوې غونډې ته ویلي د طالبانو نوي شرطونه به د سولې پروسه زیانمنه کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، افغان دولت د سولې لپاره زړور ګامونه اخستي دي خو طالبانو ریښتونولي نه ده ښودلې، تاوتریخوالی يې زیات کړی او په دوحه کې یې د خبرو میز پرېښی دی.

نوموړي ویلي، په پیل کې د طالبانو شرط دا ؤ که بندیان یې آزاد شي، نو تاوتریخوالی به کم کړي، خو په خبره یې ټول شاهد دي چې د بندیانو له خوشې کېدو سره هم تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

خو د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی محمود مرهون وایي د هدفي وژنو او روانې جګړې تر شا دوه خبرې شتون لري.

مرهون ډیوې سره خبرو کې وویل" د هدفي وژنو او چاؤدنو تر شا په عمومي توګه دوه علتونه موجود دي یو دا دی چې زموږ اوسنی وضعیت د ځان ساتنې حالت ته تللی دی او د ځان ساتنې په حالت کې همیشه خلک کوشش کوي چې د ځان ساتلو په خاطر خپل خریفان ووهي او دغه د وهلو حالت دا حالت رامنځته کړی دی"

دهغه په خبره "دوهم دا چې دواړه لوري کوشش کوي چې امتیازات ډیر واخلي نو د خپل زور د ښودلو لپاره دغسې حرکتونه تر سره کوي، دریم لوری دا دی چې ځینې خلک د سولې مخالف دي غواړي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي او تاوتریخوالی زیات کړي نړیوالو ته دا ور وښايي چې دلته دا خلک تشدد کوي او سوله نه راځي"

افغانستان کې د روان وضیعت په اړه د نړیوالو او افغان حکومت اندیښنې په داسې مهال سیوا شوي چې یوه ورځ له مخه سروبي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پینځه ساتونکي ووژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG