لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د دوحې له تړونه موږ نه بلکې امریکې سرغړونه کړې ده


واشنګټن ــــ افغان طالبانو په داسې وخت کې چې د نېټو ځواکونو اتحاد را روانه اوونۍ په افغانستان کې د پاتېدو یا نه پاتېدو په اړه پرېکړه کوي، د دېرشو هېوادونو پر دې اتحاد یې ږغ کړی چې په افغانستان کې نور "جګړې ته دوام" ور نه کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر کمېدلو وروسته نېټو ځواکونه هم په دې هېواد کې د پاتېدو یا نه پاتېدو په اړه پرېکړه کوي او د دې لپاره یې را روانه اوونۍ د خپلو دفاع وزیرانو آنلاین غونډه را بللې ده چې د فرورۍ پر اوولسمه او اتلسمه به کېږي.

طالبانو د خالي- شنبې په ورځ پخپل بیان کې پر نېټو ځواکونو ږغ کړی چې نور له افغانستانه ووځي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې بیان کې د جګړې دوام د نېټو ځواک د هېوادونو او افغان ولس په تاوان بللی. په بیان کې راغلي:

"د ناټو د مشرانو راتلونکې غونډې ته زموږ پیغام دا دی چې د اشغال او جګړې دوام نه ستاسو او نه مو د اولسونو په ګټه دی اونه هم زموږ د ولس. هرڅوک که د جګړو او اشغال دوام غواړي، مسئولیت به يې لکه د تیرو شلو کلونو په شان د هغوی په غاړه وي".

د امریکې له طالبانو سره د 2020م کال د فرورۍ په تړون کې منلې چې د روان کال تر مې میاشتې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي، ځکه خو پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خپل پوځیان 2500 ته را کم کړل، خو نېټو او پېنټاګان ویلي د ټولو پوځیانو ایستل به یې په حالاتو پورې اړه ولري.

په وروستیو کې امریکې او افغان حکومت تور پورې کړی چې طالبان د قطر پر تړون ولاړ نه دي، نه یې له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړې دي، نه یې تشدد کم کړی او نه د سولې په خبرو کې دلچسپي لري.

خو طالبان پخپل وروستي بیان کې دا ټول تورونه رد کړي او وایي چې د قطر تړون په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو یواځینی حل دی او دوی په بشپړه توګه ورباندې عمل کړی دی. د طالباند ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پخپل بیان کې ویلي:

"پخپله امریکايي جهت اعتراف کوي چې په تېرو نیږدې 12 میاشتو کې هيڅ بهرنی عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی، دا د "اسلامي امارت" [طالبانو] له خوا یاد تړون ته جدي ژمنتیا ښيي، همدا راز د تړون د متن سره سم د افغانستان له خاورې څخه هيچا هم د امریکا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو په ضد کوم اقدام نه دی کړی او نه هم اجازه ورکول کیږي".

طالبانو په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو ښکاره سبب نه دی ویلي، خو وایي ډزبندي د دغو خبرو د ایجنډا په موضوعاتو کې شامله ده او خبرې به ورباندې کېږي.

طالبانو پخپل بیان کې پر امریکا تور لګولی چې د قطر له تړونه یې سرغړونه کړې او وایي دوی تر پخوا جګړه ډېره کمه کړې خو خپل جنګیالي یې یواځې په هغه ځای کې دفاعي بریدونه کوي چې د افغان ځواکونو له خوا ورباندې حملې کېږي. طالبانو پخپل بیان کې ویلي:

"د امریکايي الوتکو له خوا بې مورده او د تړون خلاف بمبارونه لا هم روان دي، د تړون له متن سره سم، د بین الافغاني مذاکراتو له پيل څخه وروسته په دریو میاشتو کې ټول بندیان لا نه دي خوشي شوي، په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت مشران لاهم له تور لیسټ او د جایزو له لیسټه نه دي ایستل شوي".

طالبانو ایران، روس او ترکمنستان ته د خپلو پلاوو تر سفرونو وروسته دا بیان په داسې وخت کې ورکړی چې په قطر کې یې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره له څه باندې درو اوونیو راهیسې ناستې نه دي کړې. افغان حکومت د خبرو د ځنډ ذمه واري پر طالبانو ور اچوي.

د نېټو ځواکونو مشر جېنز سټولټنبرګ په وروستیو کې په وار وار ویلي، چې اتحادیان یې باید په افغانستان کې د خپل راتلونکي کار او میشن په اړه ګډه پرېکړه وکړي، وایي که په دې حال کې له دې هېواده ووځي دا به نه یواځې د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي‌ بلکې په تېرو نولسو کلونو کې د نړیوالې ترهګرۍ په ضد لاسته راغلې ګټې به هم وبایلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG