لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو له تشدد سره سره په پرانیستي لیک کې له امریکې د سولې پر تړون عمل غوښتی


واشنګټن ــــ افغان طالبانو په داسې وخت کې د امریکې خلکو ته په یوه پرانیستي لیک کې د امریکې او طالبانو تر منځ د تړون پر عملي کېدو ټینګار کړی، چې یوې خواته یې د حکومت په وینا په افغانستان کې تشدد ته دوام ورکړی او له بلې خوا یې په قطر کې د سولې خبرې له شاوخوا څلورو اوونیو راهیسې ځنډولې دي.

افغان، امریکایي او نېټو چارواکو په وروستیو کې دعوه کړې چې طالبان د قطر پر تړون ولاړ نه دي او یوې خواته یې په افغانستان کې تشدد زیات کړی او بلې خواته یې له القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لیکل شوی دغه خط د طالبانو پر ویبپاڼه خپور شوی او پکې لیکل شوي چې دوی د دوحې پر تړون ولاړ دي د امریکې نوی حکومت دې هم د سولې پر دې تړون عمل وکړي:

"[طالبانو] د ملګرو ملتونو په شمول د زیات شمېر هېوادونو د سیاسي استازیو په محضر کې د دوحې تړون لاسلیک کړ او تر هغه وروسته یې د دوحې تړون د بشپړ عملي کیدو په غرض په عملیاتو کې د پام وړ کموالی راووست او بین الافغاني مذاکرات یې عملا پیل کړل".

ملا عبدالغني برادر پخپل لیک کې په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو دا لیک په داسې وخت کې خپور کړی چې د نېټو عمومي مشر جېنز سټولټنبرګ د ګل- دوشنبې په ورځ پر طالبانو ږغ کړی چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو تر ممکنه وتلو مخکې دې د دوحې د سولې تړون عملي کړي.

بل لور ته د فرورۍ پر اوولسمه او اتلسمه د نېټو اتحاد د دفاع وزیران په دې اړه یوه آنلاین غونډه کوي چې طالبانو تر کومه حده د سولې تړون عملي کړی او بیا به پرېکړه کوي چې آیا په دې وخت کې له افغانستانه وتل ورته ممکن دي که نه.

د طالبانو سیاسي مشر ملا عبدالغني بردار په خپل خط کې نړیوالو ته باور ورکړی چې د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې به ښځو ته د هغوی حقونه او خلکو ته د بیان ازادي له "اسلامي شریعت" او "اسلامي ارزښتونو" سره سم ورکوي:

"موږ په خپل هېواد کې د ښځو د ټولو هغو حقوقو تامین او تضمین ته ژمن یو چې اسلامي شریعت ورکړي دي، همدا رنګه د اسلامي اصولو او د هېواد د ملي منافعو په نظر کې نیولو سره د بیان آزادۍ ته خپله ژمنتیا یو ځل بیا ټولو ته په ډاګه کوو".

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د فرورۍ پر پینځلسمه په خپل یوه رپوټ کې ویلي، طالبان پلان لري چې د افغانستان د ځینو ولایتونو مرکزي ښارونه ونیسي او په دې توګه د امریکې پر نوي حکومت فشار واچوي چې ګواکې جګړه نه شي ګټلای.

طالبانو پخپل خط کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بین الافغاني خبرو په نتیجه کې په افغانستان کې د "اسلامي نظام" جوړښت غواړي او وایي د ولس اکثریت د طالبانو "د اسلامي امارت" ملاتړ کوي،‌ خو نه یې دا څرګنده کړې چې د خپل پخواني حکومت په څېر نظام غواړي که څنګه چې د ښځو حقوق او د بیان ازادي پکې نه وه او نه یې د ولس د بشپړ ملاتړ دعوه کومې معتبرې سرچینې تایید کړې ده.

د صدر بایډن انتظامیې او افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر د پرانیستي لیک په اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG