لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو: اوس مو لومړیتوب د سولې بهیر ملاتړ دی، افغانستان هله پرېږدو چې وخت یې وي


واشنګټن ــــ د نېټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې د دې اتحاد عمومي مشر ین سټولټنبرګ وویل، له افغانستانه به خپل ځواکونه حالاتو ته په کتلو باسي، خو وایي د اوس لپاره یواځې دې ته توجه کوي چې څنګه د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ د شورو- چارشنبې په ورځ په آنلاین خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په جواب کې وویل، په افغانستان کې د نېټو ځواکونو پاتېدل په حالاتو پورې اړه لري، وایي طالبان باید د سولې په تړون کې کړې ژمنې پوره کړي:

"تر ټولو لومړی چې نېټو څه کولای شي هغه د سولې د بهیر ملاتړ او د دوحې د تړون بشپړ عملي کېدل دي، موږ به یواځې هغه وخت [افغانستان] پرېږدو چې وخت یې وي".

ین سټولټنبرګ دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې همدا نن د نېټو اتحاد غړي‌ هېواد نیوزیلېنډ اعلان کړی چې تر راتلونکي مې میاشتې پورې به له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

افغان طالبانو د نیوزیلېنډ د دې پرېکړې هرکلی کړی او له ټولو بهرنیو ځواکونو یې غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم پر خپل وخت له افغانستانه ووځي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي:

"د نیوزیلېنډ هیواد دغه پرېکړه د سولې پر خوا یو مثبت قدم او د دوحې د کړي تعهد د تطبیق پر لور یو ښه ګام دی".

د نېټو اتحاد عمومي مشر وویل، په 2001م کال کې له خپلو اتحادیانو سره یو ځای افغانستان ته تللي او یو ځای به وځي، وایي نن د فرورۍ پر اتلسمه به هم پر دې بحث کېږي او بیا به ګډه پرېکړه کېږي:

"مهمه مسله دا ده چې طالبان باید تشدد کم کړي، باید په ښه نیت د سولې خبرې وکړي او له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو لکه القاعده سره پخوانۍ اړیکې پرې کړې او ملاتړ یې پرېږدي".

طالبانو په وروستیو کې دا دعوې رد کړې وې چې ګواکې دوی اوس هم له القاعده یا نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د نېټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې د جرمني د دفاع وزیرې انیګریټ کرېمپ کېرینباور خبرداری ورکړی، وایي په قطر کې د سولې خبرو پرمختګ نه دی کړی چې د نېټو ځواکونو د وتلو سبب شي:

"د دې مقصد دا دی چې موږ باید بدلېدونکو امنیتي حالاتو او همدارنګه د نړیوالو ځواکونو او خپلو پوځیانو په وړاندې زیاتېدونکي خطر ته تیار اوسو".​

د نېټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې به د دې اتحاد د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د پاته 2,500 امریکایي او نورو 7,000 اتحادي ځواکونو د راتلونکي په اړه هم تفصیلي بحث کېږي چې په دې هېواد کې پرېښوول شي که و ایستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG