لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني او انتوني بلينکن د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په پروسه خبرې کړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره "د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هیوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې " کړي دي.

ارګ ويلي، د اشرف غني او انتوني بلينکن ټیليفوني خبرې د شورو/ چارشنبې په ماښام (17فرورۍ) شوي دي.

د ارګ ترمخه په خبرو کې د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ د امریکا د بهرنيو چارو وزير "د افغانانو په ځانګړي ډول تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایل".

او اشرف غني ویلي، "د افغانستان دولت او خلک پیاوړې اراده او اجماع لري چې د سولې پروسه بریالۍ او زموږ په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي".

دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې افغان، امریکایي او نېټو چارواکو په وروستیو کې دعوه کړې چې طالبان د قطر پر تړون ولاړ نه دي او یوې خواته یې په افغانستان کې تشدد زیات کړی او بلې خواته یې له القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې.

په 28م جنورۍ هم انتوني بلينکن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيلیفون خبرې کړې وې.

بلينکن ویلي وو امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبان د تړون لاندې ژمنو سره پاتې شوي که نه؟ چې د نورو ترهګرو ډلو سره يې اړيکې ختمې کړي؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی؟ او د افغان حکومت او نورو اړوند فريقېنو سره يې معني خېزې خبرې پېل کړي دي که نه دي؟.

د جنورۍ د مياشتې په لومړو کې په قطر کې د افغان طالبانو او افغان حکومتي استازو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دوهم پړاو پېل شوی خو تراوسه پورې په دغو خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG