لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايم: مونږ له زرګونو کالو د خپلې خاورې وارثان يو د چانه شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډ نه غواړو


واشنګټن ــــ په ټوېټر او نوره سوشل مېډيا د هېشټېګ #لر-او- بر- يو-افغان ټرینډ هغه وخت زور واخیست چې د سیند صوبې د يو ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين او بل مخکښ محسن داوړ د نيولو او د دوی دواړو د قامي شناخت کارډونو د ختمولو امر وکړو.

د قامي اسمبلۍ غړي او پي ټي ايم مخکښ محسن داوړ دغې عدالتي فيصلې ته په غبرګون کې په ټوېټر ليکلي "نيم ملک يې وبايلو خو غاصب حکمرانانو د ملکي وګړو سره د ريښې پرېکولو هنر هېر نه کړو. د درې زره کالو راهسې نه خو زمونږ مشرانو د غاصبانو نه شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډ غوښتی او نه يې اوس مونږ غواړو. دا مځکه زمونږ ملکيت وه او وي به".

د حکومت پلوه سوشل مېډيا د کارمندانو له خوا خو د دې فيصلې ستاينه کيږي خو ولې حکومت په سرکاري کچه دې ټرېنډ ته غبرګون نه دی ښودلی.

په يو بل ټوېټر پاڼه بلډي سويلين چې په اکاونټ يې په امريکا کې د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني تصوير لګېدلی په اردو ژبه ليکلي "های چې د پاکستان عدالتونو د شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډ د تړلو په ځای د هغه پاکستانيانو تپوس کړی وای چې سره د شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډونو يې وجودونه په خپلو وينو لړل شوي. د منظور پښتين او محسن داوړ ملکي شناخت کارډ ختمول په اصل کې محکوم ملکيانو ته پيغام دی چې تاسو محکوم خلک د رياست د پاسه د رياست غلامان يئ".

د ياد ټويټ سره يې د عوامي نيشنل پارټۍ د وژل شوو هارون بلور او د قامي اسبملۍ د بندي غړي علي وزير د تره د زوی عارف وزير د هغه قومي شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډونو تصويرونه هم خواره کړي چې په وينو سره ليدل کيږي.

هارون بلور او عارف وزير لکه د پښتونخوا د نورو سلګونو خلکو د ترهګرۍ په جنګ کې ترهګرو ته د ودرېدلو په سر وژل شوي.

علي وزير او يو شمېر نور د پي ټي ايم غړي د غدارۍ او ترهګرۍ کولو په سر په جېل کې اچول شوي چې د بشري حقونو تنظيمونو يې غندنه کړې او د دوی د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې.

د بشري حقونو مبارز او پخواني سنېټر افراسياب خټک په خپل ټوېټر ليکلي "په ځای د دې چې پخپله مځکه د ترهګرۍ مرکزونه وتړي چې افغانستان ته د وسلې او وسله والو بهير ودروي نو پاکستاني استخباراتي ادارې د 1990 لسيزې ته بيرته ځي چې د افغانستان سياست قبضه کړي. دا ستونزمن عمل دی ځکه چې دا د سيمې نور لوبغاړي هڅوي چې خپل سياسي انجينېرنګ وکړي".

پاکستان وايي په افغانستان کې د مداخلت زړه تګلاره يې بنده کړې او د افغان امن د پاره د نړۍ سره غبرګ کوښښ کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې برخه شي، البته افغان چارواکي د پاکستان په دې دريځ شکمن دي.

د عدالتي پرېکړې په اړه يو بل د سوشل مېډیا فعال او ليکوال تالېمند خان ليکي "73 کلن رياست په دې مځکه د زرګونو کالو اباد او د خاورې د ملکيت د حق لرونکو شناخت ختموي. دا يواځې په پاکستان کې کېدلی شي. ايا رياست ځان د ايسټ انډیا کمپنۍ وارث ګڼي چا چې برصغير نيولی وو؟".

د پښتنو د سياسي ګوندونو د مشرانو د ويناګانو تر مخه د رياست د شناخت ورکولو ملکي ادارې نادرا د سلګونو پښتنو شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډونه په دې بنياد تړلي چې دوی افغانان دي چې پکې د مولانا فضل الرحمان د کوند جميعت علما اسلام د بلوچستان نه منتخب سنېټر مولانا حمدالله پاکستانی شهريت د افغان شهري په ترڅ کې ختم کړل شوی وو چې ګنې د ملک د مفاد خلاف يې کار کولو نو ځکه ختم کړل شوی وو، خو د حافظ حمدالله زوی د پاکستان په پوځ کې افسر دی.

دغه فيصله وروسته بيرته واخستل شوه.

پخوانۍ پارلماني غړې او د بشري حقونو مبارزې بشرا ګوهر په يو ټويټ کې ويلي "د کوم قانون لاندې د منظور او محسن د شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډونو د بندولو حکم ورکړل شوی؟ دا غير اييني حکم دی او دا چيلنج کول غواړي".

د منظور پښتين او محسن داوړ د شهريت د ختمولو په سر په سوشل مېډيا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او نورو غړو د شهريت ختمولو په اړه دا پوښتنه هم شوې چې د غورځنګ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو غړو خلاف د غدارۍ او بغاوت سختې مقدمې په سیند کې ولې درج شوي او داسې په توندۍ ولې چليږي؟

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر عبدالولي خان د پښتنو او بلوچو ملګرو خلاف د ذوالفقار علي بهټو په حکمرانۍ کې د حيدر اباد سازش کېس لاندې د غدارۍ مقدمې د 1970 په لسيزه کې درج شوې وې چې وروسته عدالت د ثبوت د نشتوالي په بنسټ خارج کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG