لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: پي ټي اېم د بې درکه کسانو مالومولو دپاره احتجاج کړی


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بې درکه کسانو د مالومولو دپاره احتجاج کړی او د بې درکه کسانو د مالومولو غوښتنه یې کړې ده.

د پي ټي اېم لخوا راجوړ دغه احتجاج د ډېره اسماعيل خان په حق نواز پارک کې جوړ شوی چې پکې د بې درکه شوو کسانو خپلو خپلوانو د هغو عکسونه په لاسونو کې نیولی وه.

دې احتجاج ته د پي ټي ایم مشر منظور پښتین هم ورغلی او ويلي يې دي دوی ځکه د بې درکه کسانو دپاره غږ پورته کوي چې دغه خلک بې ګناه دي او تور يې ولګوو چې دا بې ګناه کسان ساتل کيږي او بيا يې د ترهګرو په نوم وژنې کیږي.

هغه ويل ځکه د ترهګرۍ په نوم ځکه جګړه روانه ده چې د خلکو بې درکۍ او بيا وژنې دوام لري.

د جنوبي وزیرستان سره تړاو لرونکي بخت الله وویل د هغه مشر ورور شفیع الرحمن د تیرو درو کالونو نه بې درکه دی او د هغه مالومولو دپاره یې مالي تاوانونه وشو خو تراوسه يې هيڅ درک ونه شو چې هغه مړ دی که ژوندی دی.

هغه وويل د ورور يې څلورماشومان او ښځه پاتې دي.

يو بل تن رحمت خان وویل د هغه ورور مزار خان د تیرو 14 کلنو نه هغه مهال بې درکه شوی کله چې د جنوبي وزیرستان مکین نه ټانک ته په لار روان وو.

هغه وويل کره معلومات لري چې ورور یې ژوندی دی او د هغه د خوشي کیدو لپاره هرې دروازې ته تللي د بې درکه کسانو دپاره جوړ حکومتي کمېشن ته پېش شوي او عدالتی لار یې خپله کړې خو تر اوسه يې درک نه ملومیږی.

هغه وويل که ورور یې کوم جرم کړی وي عدالت ته دې وړاندې کړی شي او که نه يې وي کړی پرېښودی شي ځکه چې د هغه څلور بچي او ښځه اوس هم په تمه دي.

د پی ټی ایم فعال عالمزیب مسيد وويل دوی د زرګونو په شمیره د بې درکه پښتنو مالومات راغونډ کړي دي او دغه مالومات يې د حکومتي ادارو او نورو زمه وارو خلکو سره شريک کړي خو هيڅ پرمختګ پرې نه دی شوی.

هغه وويل اوس هم دغه لړۍ روانه ده خلک بې درکه کول کيږي او دوی اندېښنه لري چې په سيمه کې بيا د ترهګرۍ پېل کيږي.

مسيد زياته کړه هره اوونۍ به په بيلابیلو ضلعو کې د بې درکه کسانو دپاره احتجاجي پرلت کوي.

په ډېره اسماعيل خان کې دغه احتجاج په داسې حال کې شوی چې په اسلام اباد کې د بلوڅو بې درکه خپلوان د تیرو څو ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو خپلوان تور لګوي چې پوځ او استخباراتي ادارو يې خپلوان بې درکه کړي خو د پاکستان د پوځ پخواني ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي وو هر بې درکه تن دې په رياست پسې ونه تړل شي.

هغه ويلي وو ډېر بې درکه کسان د ترهګرو ډلو په لیکو کې شامل شوي چې یا خو وژل شوي او یا هم په افغانستان کې پټ دي.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره حکومتي کمېشن جوړ شوی کوم چې هره میاشت خپل رپورټ شايع کوي او د ادارې د مالوماتو له مخې کمېشن ته تر اوسه پورې 8000 کېسونه وړاندې شوي چي 5000 پکې حل شوي دي خو د بې درکه کسانو خپلوان او فعال وايي په ملک کې د بې درکه کسانو شمېره څو چنده زياته ده.

په 15م جنورۍ د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ويلي وو چې حکومت په زور بې درکه کول د جرم ګرځولو لپاره په راتلونکې میاشت کې قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کوي چې په دې جرم کې ککړو تنانو ته سزا ورکول باوري شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG