لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دغلام خان لاره دخلکو تګ راتګ اؤ سوداګرۍ دپاره پرانستل شوه


دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دغلام خان لاره دخلکو د راتګ ترڅنګ دهر رقم سوداګرۍ دپاره پرانستل شوه اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت وایي اوس په دې لاره عام ولس اؤ تجارتي ګاډي په اسانۍ سره تګ راتګ کولی شي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ددغه لارې د پرانستو په اړوند خپل یو بیان کې ویلي چې دتورخم نه وروسته غلام خان افغانستان سره دتجارت دپاره دوهمه مهمه لاره ده.

حکومت وایي ددې لارې په پرانستو دسیمې خلک اؤ سوداګر خوشحاله دي اؤ د سوداګرو ګاډو دغلام خان دلارې افغانستان اؤ پاکستان ته تګ راتګ پیل کړی دی.

دپښتونخوا حکومت هېله ښکاره کړې ده چې چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ ددې لارې پرانستل کیدو سره به قبائیلي ضلعو کې دمعاشي پرمختیا نوې دوره پیل شي.

سوداګر وايي، دا لاره افغانستان سره د چمن، تورخم او نورو لاره په پرتله زياته نزدې ده، په سامان وړلو راوړلو مصرف کم راځي او وخت پرې هم کم لګي چې له امله به يي په غلام خان لاره باندې د ګاډو تګ راتګ سېوا شي.

د شمالي وزيرستان يو بل تجار شاه ولي په دې وروستیو کې د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بیټني ته ویلي وؤ دا لاره یوازې د شمالي وزيرستان او نزدې سيمو د پاره نه بلکې د منځنۍ اسيا د پاره د مرکزي تجارتي دورازې حثيت لري.

دهغه په وینا دوئ د پاکستان نه چای، غوړي، سيمنټ، سيخ او نور ګڼ شمېر سامانونه افغانستان ته وړي او د هغه ځايي نه وچې مېوې، سبزیانې، د ګاډو سامان او نور خوراکي توکي راوړي.

شمالي وزيرستان يو بل سوداګر علي بت خان هم په دې باور دی چې د دې لارې پرانستو سره به د دوئ کاروبارونه بيا روان شي او دا به نه يواځي شمالي وزيرستان بلکې د دې ګټې به د صوبې او د ملک ډيرو برخو ورسيږي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ روانه میاشت ډیوه ته ویلي وؤ د افغانستان دپاره د پاکستان پارلیماني کمېټۍ منظوري ورکړې وه چې د غلام خان په لار به د تورخم په څېر د تګ راتګ ټولې اسانتياوې برابرولی شي او په ځانګړي ډول د شمالي وزيرستان او د پولې پورې غاړې ته پراته خلک به کولی شي چې په شناختي کارډ او تذکره په پوله تګ راتګ وکړي، بايد دغه ټولې اسانتاوې برابر کړی شي.

شمیرې ښایي چې دا وخت دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ تجارتي حجم یو نیم بیلین ډالره دی خو څېړونکي اؤ سوداګر وایي که دواړه هیوادونه په پولو دتجارت د ودې مخې ته پراته خنډان یا ستونزې لرې کړي نو دا تجارت دا کچه پینځوؤ اربو ډالرو ته رسیدلی شي.

تیرکال د دسمبر میاشت کې د افغانستان یو پلاوی هم دصعنتونو اؤ سوداګرۍ د وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ اسلام اباد ته تللی ؤ اؤ دواړه لوري هڅه کوي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ موجود د ټرانزټي تجارټ تړون ته بیا کتنه وک

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG