لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو له شاوخوا څلوېښت ورځو وروسته ناسته کړې


کابل ـــ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوي یو غړي په ویډیویي پیغام او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویلي، د دوشنبه- ګل په ماښام د سولې د‌ مذاکراتو د دواړو ډلو مشرانو او یو شمېر غړو خپلمنځي ناسته کړې ده.

سره له دې چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو ګنګوسې تودې شوې دي، خو طالبان بیا وایي چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو دوام ورته د منلو نه دی ځکه تر ننه د سولې خبرو مخالفت او په بهرنیو سفرونو بوخت دي.

دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او طالب استازو تر منځ لومړۍ غونډه ده، چې 40 ورځې وروسته له افغان پلاوي سره خبرو ته کښېني.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو، په افغانستان کې د شل کلنې جګړې د پای ‌ته رسېدو لپاره د سیاسي حل لارې ملاتړ کوي او د سولې روانې خبرې باید چټکې شي.

شنونکي له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې دواړه طرفونه دې د اوسني فرصت نه ښه استفاده وکړي چې روانه جګړه پای پیدا کړي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي، تېر ماښام یې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره په ښه فضا کې ليدنه کړې، چې پکې د مذاکراتو پر دوام ټينګار شوی دی.

د حکومت د مرکچي پلاوي له لوري په ‌خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د دواړو پلاوو مشرانو ګډون درلود او د مذاکراتو پر دوام د ټینګار تر څنګ د ایجنډا د موضوعاتو ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته دنده سپارل شوې ده.

ورته مهال د مرکچي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح په یو لنډ ویډيويي پیغام کې ویلي، ټاکل شوې چې نن د نهې- سه شنبې په ورځ‌ د تماس ډلې د ایجنډا له مخې په جزياتو کار وکړي او مذاکرات په عادي ډول پر مخ ولاړ شي. مجروح وایي:

"دوشنبه د کب څلورمه ماښام مهال په دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو ناسته وشوه. په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې ایجنډا سره سم د ایجنډا په جزیاتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي."

اخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې د دوشنبې- ګل په ماښام د ناستې یادونه کړې ده.

هغه ویلي، ناسته په ښه فضا کې وشوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي:

"په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د ایجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي".

د وسله والو طالبانو یوه ویاند په تازه مرکه کې ویلي، بهرني ځواکونه باید له تړون سره سم په مې میاشت کې له افغانستانه وتلي وي او که دا کار و نه کړي نو ښایي د طالبانو له بریدونو سره مخ شي.

بل خوا افغان چارواکي بیا په دې باور دي چې بهرني ځواکونه دې دلته حضور ولري، ځکه طالبان پر ژمنو عمل نه کوي او د سولې خبرو ته نه کښېني او په سفرونو بوخت دي، هیواد کې یې جګړه او د نوي جګړې یو تکتیکي بڼه چې هدفي وژنې دي پیل کړې دي چې مسولیت یې هم هیڅ کومه وسله واله ډله نه مني.

د سیاسي چارو کتونکی ثنالله مخلص وایي د سولې هر اړخ بې واکه دی خو هیله دا ده چې دواړه لوري د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي. ښاغلی مخلص وایي د سولې لپاره هڅې که هرڅومره ګړندۍ کیږي د افغانستان خلکو لپاره په ګټه دي:

"بدبختانه چې د سولې پروسه د سیمې او نړۍ د استخباراتو په لاس کې ده، د هغوی د پلان، پالیسۍ او کوماندې سره سمه روانه ده، نه طالب خپلواکي دي او نه هم افغان حکومت خپلواک دی، تر څو چې د سیمې استخباراتو توافق نه وي شوی فکر نه کوم چې د سولې روانې خبرې او ناستې دې کومه نتیجه ورکړي."

بل لور ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي د مذاکره‌ کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونته کورو په آنلاین ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي.

یاد وزارت وایي په دغه ناسته کې دواړو لورو د تاوتریخوالو د زیاتوالي له کبله د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خبرې کړې او سیاسي حل‌لاره یې په هېواد کې سولې او ټیکاو ته د رسېدو یواځینۍ لاره بللې.

د ناټو ملکي استازي هم د تاوتریخوالي د کچې زیاتوالی اندېښمنوونکی وباله او ويې ویل د افغانستان د خلکو هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ته ژمن دي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت ته هیله‌ من دي.

وروسته له هغې چې د امریکا نوي حکومت د دوحې تړون د بیا ارزولو خبره وکړه او طالبان یو شمېر هېوادونو ته په سفرونو بوخت شول، دا د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالب استازو تر منځ لومړۍ غونډه ده، چې 40 ورځې وروسته له افغان پلاوي سره خبرو ته کښېني.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو، په افغانستان کې د شل کلنې جګړې د پای ‌ته رسېدو لپاره د سیاسي بهیر ملاتړ کوي او د سولې روانې خبرې باید چټکې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG