لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پوځ دعوه ایف اې ټي ایف تېرایستل دي چې وایي د احسان الله احسان د تښتېدو په تړاو د پوځیانو په ضد کاروایي کوي


اسلام اباد ــــ د بشري حقونو فعال ډاکټر عبدالحميد نير د پاکستان د پوځ د وياند جنرل بابر افتخار په هغه دعوه بې باوري ښیي چې وایي د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تېښتې په سر د ذمه وارو پوځي چارواکو په ضد کاروايي کوي.

عبدالحمید نیر وي او اې ډيوه ته ويلي، د احسان الله احسان له تښتيدو سره د پاکستان د پوځ اعتبار ته سخت زيان رسيدلى وو او دا وخت د جنرل افتخار د بيان يواځینى مقصد د پاکستان پوځ د نړيوالې ادارې ايف اې ټي ايف د فشار نه بچ ساتل دي:

"دا وخت چې ته [د پوځ ویاند] دا بیان ورکوې دا تش د ایف اې ټي ایف د تېرایستلو لپاره ورکوې، د ایف اې ټي ایف په غونډه کې دا سوال را اوچتېدلی شي چې دغه خطرناک ترهګر څنګه د پاکستان د پوځ د ولکې نه وتښتيدو".

وتلى خبريال او څېړونکى رحيم الله يوسفزی هم دا نظر لري چې د جنرل افتخار بابر د بيان باوجود په دې معامله د خلکو اندېښنې پر ځاى دي.

ښاغلي یوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي، دا دويم ځل دى چې پوځ په دې اړه سپيناوى کوي خو دا پوښتنې پر ځاى دي چې احسان الله احسان څنګه وتښتېدو او بيا هغه ترکي ته څنګه ورسېد چرته چې د هغه د موجودګۍ ويل کيږي.

"چې هغه کله محفوظ ځای ته ورسېده بیا یې اعلان وکړ چې ترکي ته ورسېد، ترکي ته څنګه لاړ دا ډېر سوالونه دي چې جواب یې نه شته. دا هم معلومه نه ده چې د کومو پوځي چارواکو په ضد او څه کاروایي شوې ده".

د بهر ملکي صحافيانو سره په خبرو کې د پاکستان د پوځ وياند دا هم منلې دوی تر اوسه د احسان الله احسان په درک لګولو کې ناکامه دي خو وایي د هغه د بیرته نيولو هڅې کوي.

ډاکټر عبدالحميد وايي احسان الله احسان که په افغانستان يا هند کې وي نو ګرانه ده خو که په ترکي کې د هغه د موجودګۍ خبر ريښتيا وي نو د پاکستان لپاره اسانه ده چې له خپل دغه ملګري هيواد نه احسان الله بيرته راولي.

په کال ٢٠١٧م کې د پاکستان پوځ د لا قانونه تحريک طالبان پاکستان د پخواني وياند احسان الله احسان د سلامي کېدو پخلى کړى وو.

بيا تېر کال ٢٠٢٠م کې د پاکستان پوځ ويلي وو د ترهګرو د لټون په عمليات کې احسان الله احسان د دوی د ولکې نه تښتېدلى دی.

خو د احسان الله احسان له خوا په خپور کړى شوي غږ کې هغه د پېښور له يوې جديدې رهایشي سیمې څخه د پوځ د ولکې نه د وتو دعوه کړى وه.

احسان الله احسان د پاکستان په پوځ باندې د هغه سره د کړو لوظونو د سر ته نه رسولو تور لګولى وو. دا تور یې هم لګولى وو چې د پاکستان پوځ د هغه نه په قبایلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا په نورو برخو کې د خلکو د هدفي وژنو کار اخیستل غوښتل خو ده ورته انکار کړى وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG