لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني پاکستان ته:افغانستان یو ازاد اؤ خپلواک هیواد وګڼئ اؤ واقعي سولې ته راشئ


چ
چ

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په پاکستان غږ کړی چې باید خپل دتېرو لسیزو سیاست بدل کړي اؤ یو ازاد،خپلواک اؤ سرلوړی افغانستان ومني.

دشنبې په ورڅ دملي شورا یا پارلیمان د دریم تقنیني کال د ۱۷مې کاري دورې د پرانستې غونډې ته افغان ولسمشر خپله وینا کې ویلي “د افغانستان د ملت له تالار نه په پاکستان غږ کوم چې واقعي سولې ته راشئ،او راشئ چې دوه خپلواک دولتونه او دوه خپلواک ملتونه یو بل ومنو”

هغه ویلي پاکستان اؤ افغانستان که د دوؤ خپلواکه هیوادونو اؤ ملتونو په توګه یو بل ومني نو په ګډه هغه کارونه کولی شي چې دچا پام هم ورته نه رسیږي.

نوموړي وویل دا دپاکستان دپاره یو غوره فرصت دی چې دخپلو تیرو لسیزو سیاست بدل کي اؤ افغانستان دازاد،خپلواک اؤ مستقل هیواد په توګه ومني.

پاکستان وخت په وخت پخپلو اعلامیو اؤ څرګندونو کې وایي چې دافغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري اؤ ددغه هیواد په کورنیو چارو کې هیڅ لاسوهنه نه کوي خو افغان چارواکي بیا اسلام اباد دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي پاکستان هڅه کوي چې کابل کې خپل یو ګوډاګی حکومت ولري.

ولسمشر غني پخپله وینا کې دا خبره په ډاګه کړې چې له ټاکنو پرته به نه واک انتقال کړي اؤ نه ورته دا معامله دمنلو ده.

ښاغلي غني زیاته کړه هغه خلک چې د واک ترلاسه کولو دپاره یوې اؤ بلې دروازې ته ودریږي باید په دې پوهه شي چې د واک ترلاسه کولو یوازینۍ سیاسي لار د ملت رایه ده اؤ ملت چې چاته وغواړي واک ورسپارلی شي.

په دې وروستیو کې طالبانو په اشرف غني غږ کړی ؤ چې د سولې دپاره باید د اقتدار څخه تیر شي اؤ تیره ورځ دخزب اسلامي په نوم دګلبدین حکمتیار دګوند پلویانو هم دیو احتجاج په ترڅ کې اشرف غني نه غوښتي وؤ چې باید داقتدار څخه تیر شي.

خو ولسمشر غني وړاندې هم واضحه کړې وه چې د ولس په رایو اقتدار ته رسیدلی اؤ یوازې هغه چاته به اقتدار پریږدي چې ولس ورته رایې ورکړي.

اشرف غني وویل هیڅوک په ویرولو اؤ تهدیدؤلو سره دافغاناننو سرونه نه شي ټيټولی

هغه طالبانو ته په مخاطبه وویل تاسو به دافغانانو غږ اورئ ،افغانان له جګړو ستړي دي خو هغوئ دهدیرې سوله نه غواړي.

هغه په طالبانو غږ وکړو چې که د واقعي سولې نیت لري نو باید چې پخپله ژمنه ولاړ پاتې شي اؤ دمذاکراتو په میز یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي.

پاکستان اؤ طالبانو له په سمدستي توګه د افغان ولسمشر په دې څرګندؤنو خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG