لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن:‌ د افغان سولې پرمختګ لپاره له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره اړیکې نیسو


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، د صدر بایډن افغان پالیسي ډېره ښکاره ده چې د جګړې د ختمېدلو او د خپلو پوځونو له را ایستلو سره سره دا غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ د غړو د پوښتنو په جواب کې ښاغلي بلینکن وویل، چې حکومت یې د افغان سولې بهر د پرمختګ لپاره سفارتي هڅې تېزې کړې دي.

بلینکن وویل امریکا په افغانستان کې د امن د راتګ په خاطر کېدونکو هڅو کې له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره هم تماسونه نیسي. بلینکن وویل د افغانستان له مستقبل سره د څنګلورو هېوادونو ګټې تړلې دي او هغوی پر افغان ډلو اغېز هم لري:

"موږ د مې میاشتې د لومړۍ نېټې د مودې په ګډون د خپلو ځواکونو مستقبل ته کتنه کوو، تر اوسه مو په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، موږ غواړو وګورو چې د سولې خبرې څنګه پر مخ ځي، طالبانو چې د تشدد د کمولو او بهرنیو ترهګرو ته د ځای نه ورکولو او د هغوی د ملاتړ نه کولو کومه ژمنه کړې وه ګورو چې څومره یې پوره کوي".

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي ریچرډ اولسن د وي او اې افغان څانګې ته په مرکه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې په برخه کې مهم کردار تر سره کولای شي.

ریچرډ اولسن پخپلو تازه خبرو کې ویلي په ماضي کې د افغانستان په اړه د پاکستان کردار یوه ستونځه اوسېدلې ده ځکه چې وایي دې هېواد افغان طالبانو ته پر خپله خاوره پناه ورکړې ده:

"جنګیالي د پاکستان تر پولې یوې بلې خواته اوړي چې دا د امریکې او افغانستان لپاره یوه مسئله اوسېدلې ده".

ښاغلي اولسن دا هم منلې چې پاکستان د افغان سولې د ملاتړ لپاره رغوونکی کردار تر سره کړی، خو وایي د پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه باید د افغان سولې په عمل کې سره متحد شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG