لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بحرین کې په افغان سوله غونډه،امریکا پاکستان،طالبانو اؤ‌ سیمه ییزو قوتونو نه څه رول غواړي؟


د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر جنرال جنرل فېض حميد تیره ورځ بحرین کې د افغان امن عمل په غونډه کې ګډون کړی دی.

څېړونکي ددغه غونډې په تناظر کې وایي امریکا غواړي چې په روس، چين، پاکستان او ایران چې طالبانو سره ښې اړیکې لري فشار راوړي ترڅو دمعنې ډکې او پایدارې خبرې وکړي او دافغان ستونزې یو غوره هواری راوباسي.

په بحرین کې په افغان امن عمل دا غونډه په داسې حال کې شوې ده چې امریکا هم په نړيوال کچ افغانستان کې دسولې د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي او ملل متحده ته یې په دې اړه د روس، چين، پاکستان، ایران، هندوستان او د امریکا د خارجه وزيرانو د غونډې رابللو خواست کړی دی.

څېړونکي وايي افغانستان د خپل سټراټيجکي ارزښت له کبله مدام د بهرنيو هيوادونو د پراکسي یا پشي شا جګړو مېدان ګرځېدلی دی او وايي د ګاونډي هېوادونو مداخلت په دغه هېواد کې د امن په لار کې خنډ جوړېدی شي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي وؤ چې هېواد یې د افغان کشالې د هواري لپاره د مارچ په اتلسمه ماسکو کې هم يوه غونډه رابللې ده.

هغه ویلي وؤ د روسیې لخوا راجوړیدونکې دې غونډه کې افغان سياست مدارانو او د افغان دولت ترڅنګ طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

پاکستان هم دغه کانفرس ته وربلل شوی دی او پاکستان له مخکې څخه د ماسکو د کانفرنس سره ملاتړ اعلان کړی دی.

له دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د مارچ‌ په اتمه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر امریکايي جنرال اسټن مېلر سره هم ليدلي وو.

خلجي هېواد بحرېن د افغان امن عمل په اړه دا تازه غونډه په داسې حال کې کړې چې د شورو په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وېلي، حکومت یې د افغان سولې د بهیر د پرمختګ لپاره سفارتي هلې ځلې چټک کړې دي.

بلنکن وايي، امریکا افغانستان کې د امن د راتګ په خاطر کېدونکو هڅو کې له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره هم تماسونه نيسي.

هغه زیاته کړې وه د افغانستان مستقبل سره د څلورو هېوادونو ګټې تړلې دي او هغوئ په افغان ډلو اغېز لري.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسین بابک چې په دې وروستیو کې ېې د افغانستان سفر هم کړی،وايي دا وخت ترهګر په افغانستان او پاکستان کې موجود دي.

هغه وایي د دواړو هېوادونو ذمه واري ده چې ددغو وسله والو ځېلې غوڅې کړي ګني د امن خبرې نه شي کاميابېدی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي پوښتنه داده چې دوئ(ترهګرو) له ټوپکې، ډوډۍ څوک ورکوي او دا ترهګر څوک پالي؟

هغه وویل باید چې پاکستان او افغانستان په دې اړه په خلاص مټ خبره وکړي. ځکه چې اولسونه نوره په سيمه کې ناامني نشي زغملی.

اخوا د پاکستان ېو څېړنکار زاهد حسېن په ډان ورځپاڼه کې ليکلي، افغانستان د خپل سټراټيجکي ارزښت له امله مدام د بهرنيو طاقتونو د پراکسي یا پشي شا جګړو مېدان ګرځېدلی دی او تر څو چې په دغه هېواد کې د ګاونډي هېوادونو د مداخلت مخه نه وي نيول شوې نو تر هغې دغلته امن نه شي راتللی.

هغه وايي د امن په لاره کې د ګاونډيو لاس وهنه ستر خنډ جوړېدی شي.

وتلی خبريال او د افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال رحيم الله يوسفزی وايي دا مهال د امريکا لخوا په افغان حکومت او طالبانو یو رقم فشار دی.

وي اوی ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي امریکا غواړي چې په روس، چين، پاکستان او ایران چې طالبانو سره ښې اړیکې لري فشار راوړي ترڅو دوئ له معنا ډکې اؤ دائمي خبرې وکړي اؤ دا ستونزه هواره کړي.

دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دسولې بین الافغاني خبرې تېر کال ستمبر کې پېل شوې وې خو په امریکا کې د جو باېډن دنوې انتظامیې رامنځته کیدو وروسته واشنګټن د طالبانو سره شوي دسولې تړون ته د بیا کتنې عمل پیل کړی چې له کبله یې بین الافغاني مذاکرات ودرېدلې دي.

دغه امن لوظنامه کې سږکال د مئ مياشتې پورې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره هم شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG