لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ: د امریکا په نوي پلان کې لنډمهالی حکومت، نوی اساسي قانون او ډزبندي شامله ده


واشنګټن ـــ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي په هغه نوي پلان کې چې امریکې افغان حکومت او طالبانو ته تېره اوونۍ سپارلی د لنډمهالي حکومت، نوی اساسي قانون یا آیین او د دایمي ډزبندۍ خبره شوې ده.

ورځپاڼه وایي د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دې نوي پلان په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي دوو افغان چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ورته منلې چې دغه پلان افغان حکومت تر لاسه کړی دی خو وایي په دې پلان کې داسې خبرې موجودې دي چې دواړو اړخونو د بحث وړ نه دي بللي او وایي داسې نه ښکاري چې دا پلان په همدې شکل عملي شي.

افغان حکومت هم په وروستیو کې د لنډمهالي حکومت وړاندیز په وار وار رد کړی دی. ولسمشر غني ویلي چې په اساسي قانون کې بدلون ته تیار دی خو وایي که طالبان واک ته رسېدل غواړي نو په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي او د خلکو په رایه دې خپل حکومت جوړ کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، د صدر بایډن افغان پالیسي ډېره ښکاره ده چې د جګړې د ختمېدلو او د خپلو پوځونو له را ایستلو سره سره دا غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ د غړو د پوښتنو په جواب کې اینټني بلینکن وویل، چې حکومت یې د افغان سولې بهیر د پرمختګ لپاره سفارتي هڅې تېزې کړې دي.

بلینکن وویل امریکا په افغانستان کې د امن د راتګ په خاطر کېدونکو هڅو کې له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره هم تماسونه نیسي. بلینکن وویل د افغانستان له مستقبل سره د څنګلورو هېوادونو ګټې تړلې دي او هغوی پر افغان ډلو اغېز هم لري:

"موږ د مې میاشتې د لومړۍ نېټې د مودې په ګډون د خپلو ځواکونو مستقبل ته کتنه کوو، تر اوسه مو په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، موږ غواړو وګورو چې د سولې خبرې څنګه پر مخ ځي، طالبانو چې د تشدد د کمولو او بهرنیو ترهګرو ته د ځای نه ورکولو او د هغوی د ملاتړ نه کولو کومه ژمنه کړې وه ګورو چې څومره یې پوره کوي".

امریکا د افغان سولې بهیر د څارنې او پرمختګونو خبره په داسې مهال کوي چې افغان حکومت په کور دننه له سیاستوالو سره د سولې په اړه واحد لیدلوري ته د رسېدو لپاره لیدنې پیل کړې دي.

طالبانو لا تر اوسه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د پرونیو خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي ریچرډ اولسن د وي او اې افغان څانګې ته په مرکه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې په برخه کې مهم کردار تر سره کولای شي.

ریچرډ اولسن پخپلو تازه خبرو کې ویلي په ماضي کې د افغانستان په اړه د پاکستان کردار یوه ستونځه اوسېدلې ده ځکه چې وایي دې هېواد افغان طالبانو ته پر خپله خاوره پناه ورکړې ده:

"جنګیالي د پاکستان تر پولې یوې بلې خواته اوړي چې دا د امریکې او افغانستان لپاره یوه مسئله اوسېدلې ده".

ښاغلي اولسن دا هم منلې چې پاکستان د افغان سولې د ملاتړ لپاره رغوونکی کردار تر سره کړی، خو وایي د پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه باید د افغان سولې په عمل کې سره متحد شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG