لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اندرابي: د امريکايي پوځ په تندۍ کې وتل نړۍ د خطرې سره مخ کولی شي


د افغانستان د کورنيو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې طالبان اوس هم د القاعده سره اړيکې لري او که د افغانستان نه امریکايي پوځ په تندۍ سره ووځي د ترهګرۍ پرضد نړيوالې هڅې اغېزمنېدی شي.

اېسوسي اېټډ پرېس سره په مرکه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزير مسعود اندرابي ويلي چې افغان امنيتي ځواکونو د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې ترهګرې ډلې قابو ساتلې چې پکې د داعش ډله هم شامل ده.

اندرابي ویلي، د امریکايي ځواکونو په تندۍ سره وتل نړۍ د خطرې سره مخ کولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزير دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې امریکا د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د انتظاميې د طالبانو سره د تير کال لوظنامې ته کتنه کوي، د کوم ترمخه چې په افغانستان کې 2500 امریکايي پاتې سرتيري به د مې د میاشتې پورې ووځي.

په ياده لوظنامه کې ويل شوي چې طالبان به د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ختموي.

امريکايي چارواکو ويلي په دغه لړ کې ځینې پرمختګ شوی خو نور جزيات يې نه دي شريک کړي، بل لور ته د صدر جوبايډن د انتظامیې لخوا لوظنامې ته د بیا کتنې په اړه کومه ختمي فېصله مخې ته نه ده راغلې.

بل لور ته د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ویلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ځنډ ښکار د سولې بهير مخ په وړاندې بوتلو هڅې کوي خو نوموړي خبرداری ورکړی چې په دغه لړ کې په ټولو اړخونو غور کوي او ويلي يې دي افغان حکومت دې د سولې دپاره هڅې ګړندۍ کړي.

اندرابي ویلي د امریکايي پوځ د وتلو په صورت کې افغان امنیتي ځواکونه وړتيا لري چې غټې علاقې په قابو کې وساتلی شي خو په لرې پرتو علاقو کې د څوکيو قابو ساتلو دپاره به ورته فضايي مرسته پکار وي.

هغه دا هم ويلي چې افغان امنیتي ځواکونه د پلازمينې، ښارونو او هغو علاقو چې د دوی په لاس کې دي د هغې د دفاع ساتلو پوره وړتيا لري.

هغه ويلي افغان ځواکونو روان کال په طالبانو ثابته کړې ده چې دوی د کومې علاقې په لاس کې اخستو کې نه شي کاميابېدی.

د تیر کال د فرورۍ د لوظنامې ترمخه طالبانو په افغانستان کې په امریکايي او نېټو ځواکونو باندې بريدونه نه دي کړي خو افغان ځواکونه يې د سختو خطرناکو بريدونو سره مخ شوي دي.

د امریکا او طالبانو د لوظنامې وروسته په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې سېوا والی راغلی دی او ورسره بې روزګاري هم زياته شوې ده.

د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه په کال 2001 کې چې د طالبانو حکومت ختم کړی شوی د هغې وروسته افغانستان ته د ترلاسه شوو نړیوالو 70 کروړه ډالرو د مرستې باوجود د ابادۍ 70 فيصده برخه د غربت د کرښې لاندې په ژوند کولو مجبوره ده او د يو کس د ورځې امدن د يو اعشاريه 90 ډالرو څخه هم کم دی.

ويل شوي په افغانستان کې د بې روزګارۍ شرح 30 فيصده ته رسېدلې ده، د کابل مېشته خلک د جرمونو، وژنو او بمي بريدونو د ويرې سره مخ دي او امنیت شکايت کوي.

اندرابي ویلي چې د افغانستان 70 فيصده پوليس د طالبانو پرضد په جګړه کې بوخت دي د کوم له امله چې امنيتي وضعې ته زيان اوښتی دی.

نوموړي زياته کړې چې په ملک کې پوليس هره ورځ د 100 څخه زیاتو طالبانو بريدونو سره مخ کيږي.

هغه ويلي په تیره میاشت کې د 400 څخه زياتې ګرفتارۍ شوي د کومو سره چې د تشدد په پېښو کې يو څه کمی هم راغلی دی.

نوموړي زياته کړې افغانستان ته د نړیوالې ورورولۍ چې پکې امریکا او نېټو هم شامل دي د جګړې او سولې په مهال د دوی مرسته ورته پکار ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG