لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پوليس د لاسه او په پوليس تحويل کې ولې خلک مري؟


واشنګټن ــــ د پښتونخوا قانون پوه او پوليس افسران وايي د پوليس ځواک د بې کاره تربيت، لږ معاش، ‌‌‌‌‌‌ډېر کار، بډو رشوتو اخستلو او ورکولو رواج او پوليس ته د ورکړل شوي څه قانوني اختيار- چې د دوی په وينا سر غړونه ترې کيږي- د سوبه د مجرمانو خلاف د پلټنو نتيجه دا شي چې ځورول شوي خلک په نظام او عدالت کې د انصاف په ځای د بې انصافۍ او زړه ماتي سره مخ شي.

په تېرو څو ورځو کې چې کومې دوه پېښې په پېښور ښار کې وشوې پوښتنې را پورته کوي چې پکې د ‌‌‌‌‌‌ډومېل بنو ځوان زده کوونکی مبشر وزير د فقيراباد پوليس په ‌‌‌‌‌‌ډزو ولې ووژل شو؟

مبشر چې دوولسم يې د پېښور اسلاميه کالج نه کړی وو د قانون د کالج د داخلې امتحان ته د کلي نه راغلی وو چې په پېښور کې د پوليس په ‌‌‌‌‌‌ډزو ووژل شو او ذمه وار پوليس افسران مني چې دوه پوليس عسکر يې د مبشر وزير د وژنې په تور بنديوان کړي دي.

خو غټه پوښتنه دا راپورته شوې چې د باړې خيبر ضلعې پينځلس کلن ماشوم شاه زېب د صدر په غربۍ تاڼه کې په مبينه توګه ځان څنګه تېزندي کړو‌‌‌‌‌؟

د دې رنګه پېښو د مخنيوي، سوب جوړېدو او د حل په اړه چې وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه د پېښور هايي کورټ د قانون پوه سنګين خان ایډوکېټ نه پوښتنه وکړه نو هغه وايي حل يې دا دی چې په داسې پېښو کې د ککړو پوليس والو خلاف دقيقې پلټنې وشي:

"دغه پلټنې هم پوليس په خپله کوي چې د پيټي بندۍ د ساتلو امکان پکې ‌‌‌‌‌‌ډېر دی نو عدالت ته لا خو دا مقدمې را نه شي او د وړاندې نه پکې روغه جوړه وشي او که عدالت ته راهم شي نو پلټنه لا اينویسټيګېشن يې دومره کمزوی وي چې ملزم ته سزا نه ورکول کيږي".

ښاغلی سنګين خان د پېښور صدر لا پوځي چاوڼۍ په حدود کې د غربۍ پوليس سټېشن دننه د شاه زېب د ځانوژنې په اړه وايي وړومبی خو څوارلس کلن لا پينځلس کلن ماشوم تاڼې ته بوتلل او د پوليس په واک کې ساتل په ملک کې د جوينايل جسټس جوړ شوي قانون نه- چې د کم عمره وړو د پاره دی- ښکاره سرغړونه ده.

سنګين خان پوښتنه کوي چې د پوليس په تحويل کې "ولې څوک دې ته مجبور شو چې ځان مړ کړي؟ دا څه داسې حالات جوړ وو؟ دا ريښتيا د پوليس تاڼو کلچر دی؟ امکان لري دې ماشوم د پوليس د رويې او زور زياتي او بيا د ټولنيز شرم د لاسه ځانوژنه کړې وي. دوی د ماشوم د تېزندۍ ویډیو ښايي [ښیي] خو هغه څه نه ښايي [ښیي] چې دی يې کله تاڼې ته راوستو، هلته يې څومره وخت وساتلو او څه ورسره وشول؟".

په شاه زېب تور دی چې د پېښور په صدر کې يې د موبايل دوکان نه د ‌‌‌‌‌‌ډرون کېمرې د غلا کولو هڅه کوله چې دوکاندار ونيولو او پوليس ته يې وسپاره خو ژورنالېسټ عزيز بونېری پوښتنه کوي چې وروستي معلومات څرګندوي د مړي د غوږ نه وينه راوتل د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو په وينا په ده د شوي تشدد سوب خو نه دی؟.

په دې اړه چې وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه د پښتونخوا د پخواني پوليس انسپېکټر جنرل او د صوبايي داخله چارو د پخواني سيکرټري اختر علي شاه نه پوښتنه وکړه نو هغه وايي "که تشدد شوی نو دا غيرقانوني دی ځکه د اتلس کاله نه کم تن تاڼې ته بوتلل د قانون خلاف کار دی. پوليس يو څوارلس کلن ماشوم تاڼې ته نه شي راوستلی ځکه د جوينايل جسټېس سېسټم لاندې داسې کول داسې ښايي [ښیي] چې دا قانون يو تش د کاغذ پاڼه ده خو رايج قانون نه دی".

په غربۍ پوليس سټيشن کې د شاه زېب د ځانوژنې او د فقيراباد پوليس د لاسه د مبشر وزير د وژنې او په رياستي نظام د نيوکو په اړه اختر علي شاه صيب وايي "خبره د پوليس فورس د کمي نه ده بلکې په حکومت کې د نظام د کمي، د قانون نه سرغړونه او په نظام کې سياسي لاسوهنه ده چې داسې چارې کيږي او بيا يې نتيجه دا وي چې مظلوم ته پکې انصاف نه میلاويږي".

خو د پاکستان د پوليس افسر فاروق اعظم خان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي، د کال 1861 پوليس ايکټ چې بيا د انګرېز په دور کې په کال 1934 کې پوليس رولز ته واوړېدو د مودو راهسې د پاکستاني نظام برخه ده چې څه بد پکې هم نشته.

د هغه په وينا د جنرل مشرف د کال 2002 په پوليس رولز ريفارمز که عمل شوی وی نو پوليس به نور هم ولس ته په جرګه کې ځواب ويلی او د ولسي اختيار برخه به وی.

د جنرل مشرف د خوا جوړ شوي قانون تر مخه فاروق اعظم خان ګڼي پوليس تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده د ښاروال او په کليواله کچه د ناظم د پوښتنې او اختيار لاندې راتلل چې د هغه په خيال ولس ته به يې ډېره ګټه کړې وی خو وايي په پاکستان کې قانون جوړول او عملي کول تش د ليکلي قانون يوه کاغذي بڼه وي.

فاروق اعظم خان وايي د مبشر وزير وژنه خو بيا هم بهر شوې چې په قانون کې یې پوليس واله ته بيا هم هيڅ قانوني اختيار نشته چې په بې وسلې او کم عمره ‌‌‌‌‌‌تن ډز وکړي خو دا د شاه زېب خبره خو بېخي د منلو وړ نه ده.

مونږ د قانون په رڼا کې د نيولي شوي ملزم نه هر څه واخلو او په قانوني توګه يې جمع کړو. شاه زيب ته د تېزندۍ د پاره سامان په پوليس لاک اپ کې څنګه په لاس ورغی؟ پوليس تر دې چې ملزم ته د خپلې ويرې هم په پرتوګ کې پرتوغاښ نه پرېږدي او ملزم ته يو چډی/جانګی ورکوو ځکه چې په پرتوغاښ هم امکاني ځانوژنه کېدلی شي".

فاروق اعظم وايي د پوليس د رويې سمولو سره سره سياسي نظام سمول پکار دي چې د رياست نظام روان وي او وايي په داسې اړي ګړي کې چې د قانون پلي کول مهم نه وي بلکې سياسي خوښې ناخوښې روانې وي ټولنه زړه ماتې کوي او د رياست نه لرې باسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG