لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې له امله د امریکا او روسیې ترمنځ روانه شخړه


واشنګټن - د روانې اونۍ په سر کې د امریکا د استخباراتي ادارې د یو راپور له مخې، روسیې د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او ویلادمیر پوتین د جوبایډن د ژوبلولو لپاره د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پلوي د اغېزې عملیاتو اجازه ورکړې وه.

ولسمشر جوبایډن د پوټین پرضد سخت ټکي وکارول او هغه یې وژونکی وباله او وویل، هغه به یې بیه پرې کړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشره جن ساکي وايي،

"له روسیې سره به د خپلو اعمالو له امله حساب وشي. مونږ به په دې اړه ژر نور څه ولرو."

په کرملن د انتقاد کونکي مشر الیکسې نوالنې، د مسموم کولو په ځواب کې امریکا د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی روسیې ته په ځینو صادراتو باندې بندیزونه سختوي.

په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د نورو بندیزونو تمه هم کېږي.

په ورته وخت کې ماسکو له واشنګټن څخه خپل سفیر ورغوښتی دی.

له رنډ کارپورېشن څخه ویلیم کورټنې وايي،

"دا نادره خبره ده چې د امریکا یو ولسمشر دې د ستر سیال قدرت مشر ته قاتل ووايي. ځینې وخت سفیران له سپکاوي وروسته وېستل کېږي. او له شک پرته چې د بایډن اداره د نورو بندیزونو په اړه خبرې کوي. په دې دواړو مسلو به غور وشي."

د امریکا د استخباراتي راپور له مخې، روسیې د بایډن پرضد غلط تورونه خپرول، د یوکراین استخبارات یې د ټرمپ د داخلي حلقې له لیارې کارول چې په هغو کې د هغه شخصي وکیل روډي جیولیاني هم شامل وو.

دغه ډول د غلطو معلوماتو کمپاین ښايي دوام وکړي او سیوری یې په امریکايي ټولنې باندې خپور وي.‌

له ویلسن څېړنیز سنټر څخه نینا جنکوېز وايي،

"ګرمې مسلې لکه بلک لایف مټرز، د ماشوم سقط او د وسلو حقونه هغې برخې دي چې زمونږ د سیالانو لخوا ورته هوا ورکول کېږي او له دې لارې هڅه کوي چې امریکایان د یو او بل په وړاندې پورته کړي او په ډیموکراټیک سیستم کې ګډون او پرې باور زیانمن کړي."

د امریکا د زیاتو پوځي پرمختګونو سره سیالان اوس انټرنیټي بریدونه کوي او غلط معلومات خپروی.

د لویدیځو متحدینو سره یوځای، امریکا کولای شي له سختو بندیزونو، ویزو او بانکي محدودیتونو سره ددغو هېوادونو د مشرانو پر وړاندې غبرګون وښيي.‌

له امېرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ څخه الیزابېت براو وايي،

"که تاسو زمونږ په هېوادونو کې لاسوهنه وکړئ، مونږ به بانکي حسابونه کنګل کړو او مونږ له اوسه نه وایو چې دا به د چا بانکي حسابونه وي. دا کېدای شي هر څوک وي چې مونږ یې وټاکو. او داسې نور څېزونه. مونږ له هغو څه کار اخلو چې په خپلو ازادو ډیموکراسیو کې یې د ګټې په توګه لرو."

په داسې حال کې چې ادارې ویلي، سخت تدابیر په لاره دي، دوی په دې هم ټینګار کوي چې له روسیې سره د همکارۍ برخې هم شته چې په هغو کې د اقلیم بدلون، د ایران اټومي مذاکرات او د وسلو د کنټرول مسلې شاملې دي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG