لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا کرونده ګر وایي دغنمو په فصل یې لګښتونه سیوا شوي


د پاکستان حکومت روان مالي کال دپاره د غنمو نرخ ۱۸۰۰ روپۍ ټاکلی دی او تیر کال دا نرخ ۱۶۵۰ روپۍ ؤ خو کرونده ګر وائي په غنمو خرڅونه زیات شوي او بايد چې پاکستان د ګاونډی هیوادونو نه د غنمو نرخ کم نه کړی .

کرونده ګر غوښتنه کوي چې د غنمو نرخ دې ۲۰۰۰ روپۍ وتړلی شي.

کارپوهان وائي په خیبر پښتونخوا کې د خپل ضرورت نه کم غنم پیدا کیږي او د زیاتو بیعو له امله به په حکومت هم بوجه سېوا شي.

د خیبر پښتونخوا د کرونده ګرو د اتحادیې کسان کونسل عمومی سکتر لیاقت یوسفزئ وائي د غنمو په فصل خرڅونه زیات شوی او کله چې د پاکستان په ګاونډي هیوادونو کې دغنمو بيعه زیاته وي نو بیا غنم قاچاق کیږي او حکومت په کمه بيعه د کرونده ګرو نه غنم واخلي او په ګرانه بيعه یې راغواړي .

وي او ای ډیو سره خبرو کې هغه ویلي تیره میاشت د پنجاب د کرونده ګرو سره هم د هغوئ غونډه شوې وه او هغوئ هم غواړي چې یو کچه من دی په ۲۰۰۰ روپۍ شي ،

هغه زیاتوي په غنمو خرڅونه زیات کیږي ځکه چې څرې هم ګرانې دي او زمونږه د صوبي د کرونده دا غوښته ده چې دغنمو د ۴۰ کلو ګرامه نرخ دې ۲۰۰۰ روپۍ وټاکل شي.

د پاکستان مرکزی کابینې په پاکستان کی روان مالي کال دپاره د۴۰ کلوګرام غنمو نرخ ۱۷۰۰ روپۍ تړلی دی .

له دې وړاندې دا نرخ ۱۶۵۰ روپۍ ؤ او مرکزي حکومت وائي په دې کې ۲۸ فيصدي اضافه شوې.

په پاکستان کې ورځپاڼې وائي په سندهـ صوبه کې سرکاري د غنمو نرخ ۲۰۰۰ روپۍ من ټاکل شوی دی.

تیر کال د مرکزي حکومت لخوا د غنمو د پیداوار مقرر کړی شوی هدف نه ؤ ترسره شوی او روان کال حکومت دا هدف ۲۶.۷۸ ملينه ټنه مقرر کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې روان کال د حکومت لخوا دغنمو دپاره ۹ اربه روپۍ ایښودل شوي او په صوبه کی سرکاري نرخ د ۱۳۰۰ روپو پځائ ۸۶۰ روپۍ د ۲۰ کلوګرام وړو بيعه ده.

دماهرینو وینا ده چې په صوبه کې غنمو خپل پیداوار کم دی او بیا صوبه د پنجاب یا بهر نه غنم اخلي چې دې سره به په حکومت بوجه زیات شي.

د اقتصاد ماهر لحاظ علي وائي د صوبي ضرورت ۴.۸ ملينه میټرک ټنه غنم دي او په صوبه کې یوازې ۱۲ لکه مټرک ټنه غنم پیدا کیږی.

ډیوه ته هغه ویلي صوبائي حکومت نهه ارب روپې د غنمو دپاره ایښودې دي او صوبی ته به نور د ۳۰ لکه میټرک ټنه نه سېوا غنم پکار وی نو د هغې اثر به بیا په ترقیاتي کارونو پریوزځي.

تیر کال دکرکېلې دسرکاري کمیټې له خوا ۲۷ ملينه مټرک ټنه دغنمو هدف مقرر کړی شوی ؤ خو دغه هدف نه ؤ ترلاسه کړل شوی.

روان مالي کال کې مرکزي حکومت ۲۶.۷۸ ملينه مټرک ټنه دغنمو اېښودی دی خو پوهان وايي سږ کال بې وخته بارانونو هم د غنمو فصل ته زیانونه اړولي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG