لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني د کمال خان بند په افتتاح کې ایران ته: که اوبه غواړې تېل راکړه


واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني نن له ایران سر پر ګډه پوله پروت د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کمال خان په نوم د اوبو د یو بند افتتاح وکړه او د پرانیستنې په مراسمو کې یې وویل چې نور به ایران ته وړیا اوبه ور نه کړي.

د اوبو دا بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې دی چې له مرکز زرنج څخه د 95 کیلومیټره په واټن پر هلمند سیند جوړ شوی دی.

ولسمشر غني د شورو- چارشنبې په ورځ د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، نور د نیمروز د اوبو واک د دې ولایت د خلکو په لاس کې دی او وایي که ایران یې غواړي په ویاړ یې ورباندې خرڅوي:

"زه له ایرانیانو سره په مذاکره یم چې نیمروز نه یواځې د افغانستان بلکې د ایران کندو هم وي. که تېل راکوې نو بیا رانه اوبه وغواړه او که اوبه غواړې نو بیا یو بل شی راکړه".

دا بند به 52 میلینه مکعب اوبه زېرمه کوي او د یو لک 74 زره اېکړه مځکې د اوبه کولو وړتیا لري.

د افغانستان د اوبو د انتظام د چارو ملي اداره وایي تمه لري دا بند به نهه مېګاواټه بجلي هم پیدا کړي او وایي په لومړي پړاو کې به د 52 میلینه مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.

ولسمشر غني وویل وسلوالو طالبانو په تېر کال کې پخپلو بریدونو د یو ارب ډالرو په لګښت د افغانستان تاسیساتو ته زیان ورساوه. طالبانو د ولسمشر غني دې دعوې ته څه جواب نه دی ویلی. ولسمشر غني طالبان مخاطب کړل او ویې ویل:

"دا [کمال خان بند] په 120 میلین ډالره جوړ شو، تاسې په حقیقت کې دا ملت له لس کمال خان بندونو محروم کړی دی، زه دا ډېم ځان ته نه تاسې او ستاسې اولادونو ته جوړوم، سبا چې سوله راشې په څه به ژوند کوې، څه به خورې او اغوندې؟".

د افغانستان د اوبو د انتظام اداره وایي‌ دا ډېم 16 میټره لوړوالی لري چې کرنیزه مځکه به اوبه کوي او له دې سره سره به نیمروز ولایت د سېلابونو له خطره هم ژغوري.

ولسمشر غني وویل حکومت یې د نهرونو (کانالونو) په جوړولو هم بوخت دی او ډېر ژر به د یو نهر د جوړېدو اعلان وکړي.‌ ښاغلي غني اوبه د افغانستان په پرمختیا کې ډېرې ارزښتمنې وبللې او وایي ډېر ژر به د افغانستان د ټولو اوبو د مهارولو انتظام پخپل لاس کې واخلي:

"هلمند باید د یو سیند په توګه سر تر پایه مدیریت کړو، یوه برخه نه شو پرېښوولای نو اوس ضرور ده چې موږ خپل دا پینځه عمده سیندونه په اساسي توګه مدیریت کړو، تاسې به ګورئ چې تولید به یې څو چنده شي، هم اوبه او هم به نړیوالو نتایجو ته ورسېږو".

د کمال خان بند کار اووه څلوېښت کاله مخکې په 1974م کال کې په رسمي توګه پیل شوی وو خو بیا په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او ناامنیو له کبله د دې ډېم کار درېدلی وو او بیا څلور کاله مخکې په 2017م کال کې بیا ورباندې کار پیل شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG