لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځینه افغان خبریالانې د خپل کار په اړه وروستیو بریدونو اندېښمنې کړې دي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې ښځینه خبریالانې د خپل امنیت په اړه وروسته له هغه اندېښمنې شوې دي چې د مارچ په لومړیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې له رسنیو سره کارکوونکې درې ښځې و وژل شوې او تر هغه مخکې هم په دې ښار کې د ملالۍ میوند په نوم خبریاله و وژل شوه.

د مارچ په لومړیو کې په جلال اباد کې د انعکاس ټیلیویژن درې کارکوونکې په ډزو و وژل شوې چې ذمه واري یې داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

خبریالانې وایي دوی فکر کوي د دغو بریدونو مقصد دا دی چې د ښځو ږغونه غلی کړي. خبریاله مینا حبیب- چې څو میاشتې مخکې په کابل کې له یو بریده ژوندۍ ووته- غواړي چې افغان حکومت باید د دوی د خوندیتوب لپاره لا نور څه وکړي:

"له حکومته غواړم چې د خبریالانو تحفظ وکړي. خبریالان د حکومت او خلکو تر منځ د پول په حیث کار کوي. د ملالۍ میوند او نورو خبریالانو وژنه موږ له خپل کار نه شي را ګرځولای".

د افغانستان د رسنیو تنظیم نی وایي، په تېر ۲۰۲۰م کال کې لږ تر لږه یوولس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د خرابو امنیتي حالاتو له کبله په رسنیو کې د ښځو شمېر اتلس فیصده را کم شوی دی. خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مبینه ساعي وایي:

"ښځینه خبریالانې د خپل راتلونکي او د کار د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي او کورنۍ هم نور اجازه نه ورکوي چې اولادونه خصوصاً لوڼې یې په رسنیو کې کار وکړي".

پر خبریالانو په وروستیو کې بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ځنډنۍ شوې او دواړو د خبرو د ګړندۍ کولو تازه هوډ کړی.

افغانې ښځې وېره لري چې له طالبانو سره د واک هر ډول شراکت به د دوی حقونو او ازادۍ ته خطر پېښ کړي چې په ډېره ګرانه یې تر لاسه کړي دي.

افغان چارواکو د ښځو دغه اندېښنې ډېر د پام وړ نه ګڼي. د افغانستان د ښځو چارو د وزارت مرستیاله حسنی جلیل وایي:

"ښځو په تېرو نولس کلونو کې ډېرې کامیابۍ تر لاسه کړې دي. په سیاست، حکومت، کلتوري او ټولنیزو چارو او اقتصاد کې د ښځو شاملېدل د سولې د خبرو په بحث کې مهمه نکته ده، دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره سره کرښه ده".

د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو خصوصاً په جنوبي ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په نشت حساب دي خو په مرکز کابل او ور څېرمه ولایتونو کې چې لږ و ډېرې ښځې په رسنیو کې کار کوي هغوی هم وروستیو وسلوالو بریدونو ترهولې او اندېښمنې کړې دي.

په کابل کې د وي او اې د خبریالې لېمې نیازۍ رپوټ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG