لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبرانډ بینډ انټرنیټ کاروونکو شمیره 10 کروړه ته رسېدلې،دمواصلاتو ملي اداره


دپاکستان دمواصلاتو ملي اداره (پي‌ ټي ای) وائي په ټول هیواد کې د براډ بینډ انټرنیټ کاروونکو شمیره لسو کروړو ته رسیدلې ده خو دخېبر پښتونخوا قبائيلي ضلعو کې دا اساني نشته چې له امله یې زده کوونکي دتعلیم څخه محروم پاتې کیږي.

څیړونکي وائي په ملکي کچه اکثره ځوانان دانټر نیټ دلارې په ملکي ستونزو بحثونه کوي چې په دې بحثونو کې ځېنې د ملکي ادارو دتګلارو یا کړنو په ضد وي خو بیا دغه اکاونټونه تړل کیږی او کاروؤنکي یې ځورول کیږي.

د خیبر پښتونخوا دباجوړ ضلعې سره تړاؤ لرونکی دسوشل میډیا فعال نثار باز وائي په 21مه پېړۍ او کرونا وبا کې دانټر نیټ براډ بینډ صرورت نور هم زیات شوی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي د انلاين زدکړو دپاره طالبعلمان ددی څخه ګټې تر لاسه کولی شي خو پخوانیو قبائيلي ضلعو کې د باجوړ د څه برخو نه پرته بل ځائ کې دا اسانۍ نشته او هلته زده کوونکي د علم څخه محرومه دي.

نوموړی وایي دترقۍ په دې روان جنګ کې هم قامي میډیا د هغوئ ستونزو له ځائ نه ورکوي نو بیا ځوانان د انټرنیټ دلارې خپلې ستونزی را پورته کوي او باید دوئ ته دا اسانۍ ورکړل شي.

پاکستان ټیلی کمونیکیشن اتهارټي پخپله خبر پاڼه کې وائي په ټول هیواد کې د براډ بینډ یعنې تهري جي او فور جي انټرنیټ استعمالونکي 10کروړو ته زیات شوي او دکال 2014 راهسې دا تعداد د 16 لکو نه دڅلورو شخصي کمپنیو یوفون، موبل لنک، زونګ او ټیلی نار په شمول د 10 کروړه نه زیات شوی.

پي ټي ای وائي 87 فیصده دملک دابادي برخه دیو سیکنډ پسر د17.7 میګا بائټس ډاون لوډنګ او دیو سیکنډ پسر د11.3 میګا بائټس نه ګټې تر لاسه کوي.

ځايي اوسیدونکي وائي په لرې پرتو سيمو کې دا کچه د6.5 ایم بي پي ایس نه هم کمه ده.

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ کار پوهه پیر عماد وي او ای ډیوه ته وائي د براډ بینډ په ذریعه نړیوالو منډیو ته رسد اسان شوی اؤ د اټومیشن براډ بینډ سسټم په ذریعه د کورونو حفاطت کیدی شي.

نوموړی وایي"دانټرنیټ دلارې په انلاين روزګار کروړونه روپۍ ګټل کیږي او له دې لارې مونږ په نړیوال مارکيټ کې خپل جوړ شیان هم خرڅولی شو او نورې ډیرې ګټې ترې اخستی شو"

دپاکستان حکومت په کال 2016م کې د سائبر کرائمز په نوم قانون هم جوړ کړی چې د انټر نیټ دلارې دسوشل میډیا دمنفي استعمال مخه نیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG