لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ملت پاله ګوندونو دسر شمېرنې دنتیجو دمنظورۍ پسر دګډ احتجاج ګواښ کړی


پاکستان کې ملت پاله ګوندونه د وزير اعظم عمران خان په مشرى دګډو ګټو دکونسل کېدونکې غونډه کې دکال 2017م دسرشميرنې دنتیجو احتمالي منظورۍ ته سخت غبرګون ښودلی.

ملت پاله ګوندونو پخلی کړی چې که چرې په شوې سرشمیرنه د راپورته شوؤ نیوکو له لرې کولو پرته ددې دنتیجو منظوري ورکړل شوه نو دوئ به یې په ضد ګډ احتجاج کوي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان کې د صوبو او مرکز ترمنځ د شخړو د هواري لپاره دجوړې دستوري ادارې يا دشريکو ګټو دکونسل غونډه د چهار شنبى په ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کيږي چې پکې به د صوبو اعلا وزيران او دکونسل غړي مرکزي وزيران ګډون کوي.

پاکستان کې مطبوعاتو امکان ښودلی چې دې غونډه کې به دهیواد دننه کال 2017م کې دشوې سرشمیرنې دنتیجو منظوري ورکړل شي.

هيواد کې نولس کاله وروسته شوې دغه سرشميرنه باندې د وړو صوبو او ملت پاله ګوندونو دنېوکو لرې کولو لپاره هم کال 2017م کې د هغه وخت واکمن مسلم ليګ نواز ګوند دشريکو ګټو دکونسل د لارې ګرد هيواد کې د یو نه واخله تر پینځه فيصدي برخو کى د نمونې سروى منظوري ورکړې وه.

کال 2017م کې د واک تر لاسه کولو وروسته دتحريک انصاف حکومت ددغې پريکړې عملي کولو لپاره دلوړې کچې یوه کمیټي جوړه کړې وه اؤ ټاکل شوې ده چې اوس به دغه کمیټي خپل رپورټ دګډو ګټو کونسل ته وړاندې کوي.

دپښتنو ملت پاله ګوندونو تورونه لګولي وؤ چې ترسره شوې سرشمیره کې دقبائیلي ضلعو اؤ دبلوچستان دپښتون میشتو سيمو ابادي د اصل ابادۍ نه ډيره کمه ښودل شوې ده.

همدا شان سندهـ صوبه کې واکمن پيپلز ګوند هم په سرشمیرنه نېوکې کړې وې چې دسندهیانو ابادي پکې کمه ښودل شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دسينپټ غړى شفيق ترين تور لګوي چې د يو پلان لاندې شوې سرشمیرنه کې بلوچستان کې دپښتنو ابادي کمه ښودل شوې ده.

دشفيق ترين په وینا دکراچې په ګډون دسندهـ صوبې نورو برخو او پنجاب کې ميشت لويه شميره کې پښتانه د سرشميرنې عمل کې له پامه غورځول شوي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې شفيق ترين خبردارى ورکړى چې د نمونې د سروى فارمولې له عملي کيدو پرته به دوئ د سرشميرې د نتيجو منظوري نه زغمي.

دتير کال 2020م د دسمبر مياشت کې د کونسل غړي او سندهـ صوبې اعلا وزیر مراد علي شاه د وزير اعظم عمران خان په نوم ليکلي خط کې د مرکزي کابينې لخوا د کال 2017م د سرشميرنو دمنظورۍ پريکړه د ملکي دستور په ضد ګرځولى وه.

دې ته عکس العمل کې هغه مهال مرکزي وزير شبلي فراز دريځ خپل کړى ؤ چې حکومت به د کونسل دغونډې د لارې د ټولو صوبو په رضامندۍ سره د نتيجو منظوري ورکوي.

دبل پښتون ملت پاله ګوند قامي وطن پارټۍ وتلی مشر هاشم بابر وايي وزير اعظم عمران خان دمخالفو ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم کې دخپل منځ اختلافاتو له امله دغلط فهمۍ ښکار دی.

ډيوه سره خبرو کې هاشم بابر د کونسل د ممکنه پريکړې په ضد دمخالفه ګوندونو له لوري په ګډه د احتجاج پخلى کړی دی.

حکومتي اتحاد کې شامل ايم کيو ايم هم دا تور لګوي چي کراچۍ او حيدر اباد ښارونو کې د دوئ ابادي کمه ښودل شوې او ايم کيو ايم دحکومت څخه يادو دښارونو کې د بيا سرشميرنې کولو غوښتنه کوي.

وي او ای ډيوه دنمونې سروى فارمولې په اړه دپاکستان دشماریاتو د ادارې چارواکو سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو په دې هڅه کې بریالۍ نه شوه.

په کال 2017م کې په دوؤ پړاؤنو کې دترسره شوې سرشمیرنې دنتیجو تر مخه د پاکستان ابادى 20 کروړ،87 لکه اؤ 74 زره ته رسيدلې چې پکې د خيبر پښتونخوا ابادي درې کروړ اؤ 52 لکه، د هغې وخت د قباٸلي سيمو ابادي 52 لکه او بلوچستان ابادي یو کروړ،23 لاکه اؤ 34 زره نفوس ښودل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG