لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دنشه یانو شمیره ورځ تر بلې زیاتېږي خو دبحالۍ مرکزونه یې په څه حال دي؟


په خیبر پښتونخوا کې په بیلابیلو نشتو داخته کسانو شمېره ورځ تر بلې په سیوا کیږي خو دڅېړونکو په وینا صوبه کې په سرکاري کچه په نشو داخته کسانو د علاج دپاره ډیرې کمې اړونده ادارې کار کوي.

څېړونکي وایي په صوبه کې زیاتره د منشیاتو ځپلي خلک په غیر دولتي او خیراتي ادارو انحصار کوي او دغه ادارې بیا د نفسیات پوهانو په ذریعه د متاثره ځوانانو روزنه کوي چې هغوئ بیرته خپل عادي ژوند ته را وګرځوي.

مطبوعاتي رپورټونه څرګندوي چې دپاکستان 22 کروړه ابادۍ کې اتوؤ میلینونو نه زیات کسان په نشو اخته دي چې دې کې زلمي،پېغلې،ماشومان اؤ د زاړه عمر خلک شامل دي.

امریکې دفارن پالیسي مجلې د یو زوړ رپورټ له مخې پاکستان کې هره ورځ دنشو دلاسه 700 کسان خپل ژوند دلاسه ورکوي چې د مړینو دا شمیره د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل کیدونکو کسانو د شمیرو څخه هم لوړه ده.

دیرش کلن ځوان اکرام الله چې د پوډرو په نشه اخته دی اؤ خپل شناخت پټ ساتل غواړي وایي په نشه له اخته کیدو وروسته ترې ټولنې حتی خپلو خپلوانو هم کرکه کوله.

دنشې نه دخلاصون په غرض یو سیمه ییز هسپتال کې داخل دا ځوان وایي دهیروینو یا پورډو په نشه اخته دی خو علاج یې روان دی او اوس په ښه کیدو دی.

د دریوؤ میاشتو علاج دپاره داخل دا ځوان وايي د هيروئنو په نشه اخته شوی ؤ او د‌وؤ کالو راهسې په شخصي محکمه کی څوکیدار ؤ چې څومره پیسې به یې ګټلې په نشه یي توکو به یې مصرفولی.

دی وائي "د کور خلکو به هم رانه کرکه کوله او چا به راته نشئ وی او چا به راته پوډري نوم اخستو"

هغه خوش بینه دی چې بیا به عادي ژوند ته راو ګرځي اؤ د نشو دلعنت نه به خلاصون ومومي.

مهران علی په خیبر پښتونخوا کې په نشو د اخته کسانو دعلاج دپاره بیلابیل هسپتالونو چلوی،هغه وایي په مجموعي توګه د درېوؤ میاشتو دعلاج نه وروسته ناروغان روغ شي.

هغه وایي په دغو درېوؤ میاشتو کې په نشو اخته کسان دطبي او نفسیاتی علاج په ذریعه د نشو څخه منې کیږي او خپل عادي ژوند ته راګرځي.

خو ددې ترڅنګ هغه تاکید کوي چې کله په نشه اخته یو تن روغ شي اؤ دهسپتال یا دبحالۍ دمرکز نه بېرته کور ته راشي نو دهغه بشپړ پاملرنه اؤ صحتمند ماحول ورته ورکول پکار وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي دا وخت ورسره په هسپتال کی 85 په نشو کسان داخل دي او په تیرو څلورو کالو کې یې د دوه نیمو زرو ځوانانو علاج کړی دی .

څېړونکي وایي په خیبر پښتونخوا کی دنشو د علاج دپاره زړه پورې مرکزونه نشته او اکثره په نشو اخته خلک په خیراتي ادارو کې خپل علاج کوي.

په پاکستان کې په نشو داخته کسانو کره یا دولتي شمیرې مخې ته نه دي‌ راغلي خو بیلابیل نړیوال خبري اژانسونه پخپلو رپورټونو کې دعوې کوي چې د اتیاؤ لکو نه زیات کسان په دې هیواد کې په بیلابیلو نشو اخته دي.

پاکستان کې په نشو داخته کسانو دشمیرې معلومولو دپاره وروستۍ سروی کال 2013م کې شوې وه چې دهغې له مخې په نشو کې داخته کسانو شمیره 67 لکه ښودل شوې وه.

په دغه شمیره کې هغه کسان نه وؤ شامل چې شراب څښي.

خو پېښور کې میشت وتلی خبریال یاسر حسین وایي چې اوس دا شمیره ډيره په بره تللې ده اؤ نن د تعلیمي ادارو دننه دنوي کول ځوانان اؤ پېغلې ډير په چټکتیا سره دنشو ګرداب کې راګیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په نوي نسل کې دچرسو،ائس اؤ د نشې دګولو استعمال ډير سیوا شوی اؤ که کره شمیره وشي نو اوس به په هیواد کې د کروړو نه بره خلک په بیلابیلو نشو اخته وي.

هغه وایي دلته بیلابیل غیر دولتي سازمانونه یا تنظیمونه د نشه یانو دعلاج مرکزونه لري خو ددغو مرکزونو دڅارنې یو کوټلی نظام وجود نه لري نو ځکه دهغوئ دعلاج په طریقه کار اؤ معیار پوښتنې راولاړیږي .

خبریال یاسر حسین وایي زیاتره این جي اوز په نشو داخته کسانو نه دعلاج درانه درانه فیسونه خو اخلي خو بیا دهغوئ سره اړونده ډاکټران اؤ نفسیات پوهان نه وي،اؤ یو مریض لکه دقیدي کوټه کې واچوي اؤ دنشو نه یې له دغې لارې منې دمنعې کولو هڅه کوي.

یاسر حسین زیاتوي چې د نشو نه موندلو له امله خو په دې مرکزونو کې دعلاج لاندې مریضان په عارضي ډول راروغ شي خو کله چې دوئ بیا خپلو کورونو ته ستانه شي نو سر دوباره په نشو اخته شي اؤ ددې علت دادی چې ددغو ناروغانو ذهني یا نفسیاتي علاج نه وي شوی.

د ذهني ناروغیو اؤ په نشو داخته کسانو دعلاج دپاره پېښور کې دفعال یو ستر روغتون مشر ډاکټر میا افتخار حسین وایي په نشو داخته کسانو علاج کې که چرته دارو درمل اهمیت لري نو هلته د یو ناروغه تن کونسلنګ یا دهغه ذهن سالم لوري ته راوستل تر ټولو زیات مهم دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې میا افتخار حسین ویلي په نوي نسل کې دنشو داستعمال رجحان په چټکتیا سره په زیاتیدو دی اؤ ددې دمخنیوي لاره داده چې هرڅوک باید دخپل کور‌ دماشومانو یا زلمو په ناسته پاسته اؤ‌ ماحول ژور نظر ولري.

هغه وایي دبچو دماحول نه لا پرواهي،یا په ماشومانو دضرورت نه زیات بندیزونه اؤ سختي هم ماشومان دضد لوري ته بوځي اؤ هغوئ بیا دحالاتو نه دتېښتې لاره په نشو کې ګوري .

ډاکټر میا افتخار حسین زیاته کړه چې په نشو د اخته کیدو نه وروسته زیاتره مهال خلک دخپلو کورونو نه په نشه اخته کسانو سره لاتعلقي اختیار کړي اؤ‌ له کورونو یې وباسي چې دا عمل ددغه تن، ټولې کورنۍ اؤ ټولنې په زیان تمامیږي .

ډاکټر میا افتخار وایي په نشو داخته کیدو نه وروسته باید متاثره تن یو قابل ډاکټر ته بوتلل شي اؤ دهغه نه دلاتعلقۍ پځائ دهغه علاج وکړل شي تر څو هغه دخپل کور اؤ ټولنې دپاره یو ښه انسان جوړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG