لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان هایکورټ د سرکاري ملازمینو د احتجاج ختمولو امر کړی


کوټه ـــ د بلوچستان هايکورټ په کوټه کې د احتجاجي سرکاري ملازمينو د روان احتجاجي پرلت د ختمولو امر وکړ.نن د جمعې په ورځ په هايي کورټ کې د آیيني درخواست اورېدنه وشوه.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ضلع کوټې بار کونسل له لوري عدالت ته درخواست ورکول شوی وو، چې پکې له عدالته د احتجاجي سرکاري ملازمينو د ستونځو د حل لپاره د انصاف غوښتنه شوې وه.

د هايکورټ دوو ججانو چيف جسټس جمال مندوخېل او جسټس کامران ملاخېل د درخواست اورېدنه وکړه.

د اورېدنې پر وخت د سرکاري ملازمينو د تنظيمونو مشرانو، د حکومت په نمانيدګۍ سرکاري وکيل اېډوکېټ جنرل ارباب طاهر خان او د ايالت د بېروکرېسي افسران په عدالت کې حاضر وو.

عدالت سرکاري ملازمينو ته حکم وکړ چې خپله احتجاجي ناسته ختمه کړي، ججانو دوی ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ضرور د دوی قانوني غوښتنې مني.

د کوټې بار کونسل غړي اېډوکېټ نصيب الله ترين وي او اې ډيوه ته وويل چې د دې تر څنګ عدالت حکومت ته هم د يوې ځانګړې کمېټۍ د جوړولو او د سرکاري ملازمينو د ستونځو د حل کولو امر ورکړ.

وي او او اې ډيوه له سرکاري وکيل ارباب طاهر سره د هغه په سرکاري دفتر کې د ليدلو او پر موبايل د سرکار د موقف اخيسلتو هڅه وکړه خو د رپورټ د جوړولو تر وخته سرکاري وکيل د وټسپ د ږغیز پېغام له اوريدو پس هم ځواب ونه وايه.

د اورېدنې په وخت په عدالت کې حاضر د سپريم کوټ بار سینېر وکيل منير کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل چې د سرکار وکيل ارباب طاهر عدالت ته وويل چې حکومت د سرکاري احتجاج کوونکو ملازمينو په اتلس غوښتنو کې زياتره غوښتنې منلې دي.

د کاکړ په خبره "سرکاري وکيل دا هم وويل چې سرکاري ملازمين په تنخاوو کې 25 فيصده زياتوالی غواړي خو حکومت 15 فيصده زياتولو ته تيار دی".

د کوټې پر عبدالستار اېدهي چوک د سرکاري ملازمينو د احتجاجي پرلت نن د جمعې په ورځ دوولس ورځې پوره شوې. د پرلت منتظم عبدالمالک کاکړ وويل دوی امېد لري چې حکومت به اوس د دوی غوښتنې ومني.

عبدالمالک کاکړ وایي‌ د عدالت په حکم جوړه شوې سرکاري کمېټه او د احتجاجي پرلت ذمه واران به اول ناستې کوي، پر غوښتنو به خبرې اترې سره کوي:

"چې دوی دواړه په دې ناسته کې کومې فيصلې ته ورسېږي بيا به دوی د پرلت ځای ته ځي او احتجاج کوونکو ته به هغه په ليکلي شکل کې ښکاره کوي او بيانوي او هغوی ته به دا زمه واري ورکوي چې دا پرلت د عدالت په حکم او ستاسو دغه دغه غوښتنې موږ منلې دي، نو ځکه تاسو دا پرلت ختم کړئ، دا هر څه به له دې مذاکرتي کمېټۍ سره له ناستو پس کېږي".

بل لوري ته د سرکاري سکولونو ښوونکو په ټول ايالت کې د نهم او لسم ټولګي د امتحانونو له اخيستو بايکاټ کړی دی، چې له امله يې نن لومړۍ پرچه د ايالت په زياتره برخو کې وانه خيستل شوه.

د ايالت يو لک 26 زره ښځنيه او نارينه زده کوونکو د دې امتحان د ورکولو لپاره تياري نيولې ده.

بل لوري د سرکاري ملازمينو د بايکاټ او احتجاج له وجې په ايالت کې د پوليو ضد د څاڅکو ورکولو کمپاين لا هم ځنډېدلی دی.

د بلوچستان هایکورټ ججانو د اورېدنې پر وخت سرکاري ملازمينو ته ويلي چې حکومت خو به د دوی غوښتنې ومني خو دوی دې هم خپلې ذمه واری په پوره توګه تر سره کوي.

عدالت د بلوچستان له ايالتي حکومته له احتجاجي ملازمينو سره د نوې جوړې شوې سرکاري کمېټۍ د ناستې او د دواړه تر منځ د کېدونکو مذاکراتو د پرمختګ رپورټ د دوشنبې- ګل په ورځ طلب کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG