لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد اؤ ولسمشر غني دترکي دغونډې په تیاریو خبرې کړې دي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکای ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دافغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ ورسره یې په نزدې راتلونکي کې په ترکي کې دافغان سولې په اړه د راجوړیدونکې غونډې په هکله خبرې اترې کړې دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني اؤ زلمي خلیلزاد دسولې د روان بهیر دپرمختګونو اؤ دترکي راجوړیدونکې غونډې دپاره په تیاریو خبرې اترې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې دملګرو ملتونو دسیوري لاندې په 16م اپریل استنبول کې دافغان سولې په اړوند یوه مهمه غونډه راجوړیږي چې پکې به دطالبانو اؤ افغان دولت استازي هم برخه اخلي.

افغان ولسمشر اشرف غني تر دې وړاندې ویلي وؤ چې حکومت یې دترکیې دغونډې دپاره بشپړ چمتووالی لري اؤ دا غونډه یې دافغانستان د راتلونکي په اړه د سیمه ییز تضمین د لاسته راړلو یو ښه فرصت بللی ؤ.

افغان سولې دپاره امریکایي استازي د کابل پخپل اوسني سفر کې دافغانستان دملي پخلاینې دشورا رئیس عبدالله،عبدالله سره هم لېدنه کړې ده اؤ ورسره یې دترکي د راجوړیدونکې غونډې په اړه خیالات تبادله کړي دي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې زلمی خلیلزاد قطر ته هم تللی ااؤ هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره دترکي دغونډې اؤ افغان سولې په اړوند خبرې اترې کړې وې.

د ماسکو تر کانفرنس وروسته د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو هوډ کړی وو چې په قطر کې به خپلې خبرې ګړندۍ کوي خو لا یې تر اوسه هم د ناستې په اړه څه خبر نه دی ورکړل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG