لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو اؤ خبریالانو تنظیمونو دپوځ په پلوۍ په منظور شوې قانوني مسوده اندېښنې ښودلي


پاکستان کې دخبريالانو،بشري حقونو او وکيلانو تنظيمونه د قامي اسمبلۍ دقایمه کمیټۍ لخوا د پوځ دبدنامولو پسر د سزا ټاکلو لپاره دقانوني مسودي منظوري د ملکي دستور،بشري حقونو او د رایې څرګندولو د ازادۍ په ضد ګرځوي.

خو په عین حال کې دکورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند ته دپوځ مخالفه بيانيي خپلولو پسر د سختو نتيجو سره دمخ کيدو خبردارى ورکړی دی.

پاکستان کې د بغاوت او غدارۍ مقدمې سره مخ د مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ غړى جاويد لطيف د خپلى بيانيې څخه دفاع کوي او وايي دپاکستاني ولس د غدارۍ دمقدمو جوړونکو پځائ دچا پلوي دي چې د ملکي دستور سرلوړي غواړي.

د قامي اسمبلۍ دکورنیو چارو قایمه کميټۍ تیره ورځ د واکمن تحريک انصاف ګوند دغړي له لوري د وړاندې کړل شوې یوې قانوني مسودى منظوري ورکړې وه چې پکې دپوځ په ضد په پروپيګنډه کولو د دوه کاله بند او تر لسو لکو روپو جرمانې دسزاګانو ټاکلو سپارښتنې شوې دي.

پاکستان کې دخبریالانو مرکزي اتحادیې پي ایف يو جی،دپاکستان دبشري حقونو سازمان ايچ ار سي پي او پاکستان بار کونسل پخپله ګډه اعلاميه کې ددې قانوني مسودې منظوري د حکومتي کارروائيو له امله وړاندې نه دبشري حقونو په اړه دبې باورې ښکار دپاکستان ولس باندې د نورو بنديزونو لګولو هڅه ګرځول شوې ده.

د خبريالانو دتنظيم پي ايف يو جی عمومي سيکتر ناصر زيدي دا قانوني مسوده د بشري حقونو ،ملکي دستور او راېې د اظهار د ازادۍ په ضد بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه پاکستان کې د پوځ ځواکمنتیا او سويلين چارو کې لاس وهنې ته په اشارې سره وویل دا څنګه کيدلى شي چې يوه اداره د هیواد دائین څخه سرغړونه کوي او څوک به یې مخالفت نه کوي او نه به ورته بد وايي؟

ناصر زيدي وايي هیڅ يو توپيري قانون دوئ د خپل جاٸز تنقيد د حق نه محرومه نه شي ساتلى.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه هم دې قانوني مسودى ته سخت غبرګون ښایي اؤ تور لګوي چې حکومت به دغه قانون دخپلو مخالفينو په ضد دانتقام لپاره کاروي.

بل خوا د تيرې جمعې په ورځ کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند ته دپوځ مخالفه بيانيي په سر د سنګينو نتيجو سره دمخ کيدلو خبردارى ورکړی دى.

وړاندى نه لاهور کې د مسلم ليګ نواز ګوند دمشر پخواني وزير اعظم نواز شريف په ضد د رياستي ادارو په ضد د خلکو جذباتو راپارلو په تور مقدمه درج ده.

په دې وروستیو کې نواز شريف تور لګولى ؤ چې د پوځ يو حاضر سروس جرنيل د هغه (نواز شريف) لور مريم نواز ته د وژلو دړکه کړې ده.

د يو شخصي ټي وي سره مرکه کى بيا د ګوند دقامي اسمبلۍ غړي جاويد لطيف ويلي وؤ د بې يظير بوټو په وژنه خو لا د هغې خاوند اصف زرداري بيا هم دپاکستان دپاتى کيدو نعره وهلې وه خو که مريم نواز ته زيان ورسيدو نو د دوئ ګوند به د پاکستان نه لارې بيلې کړي.

ددغه بيان پسر د غدارۍ مقدمې سره مخ جاويد لطيف د خپلى بيانيي څخه دفاع کوي.

تېره ورځ لاهور کى د عدالتي کاروایۍ نه وروسته ميډيا سره خبرو کې هغه وويل د پاکستان ولس دغدارۍ دمقدمو جوړونکو پځائ د هغه چا په ننګ ولاړ دي چې د ملکي دستور سرلوړى غواړي او ددې لپاره ميدان ته راوتلي دي.

دمخالفه ګوندونو ترڅنګ مرکزي وزير فواد چوهدري هم دپوځ په ضد دخبرو پسر د سزا لپاره دقانوني مسودې په منظوريدو ټکونه کړي دي.

فواد چوهدري ټويټ کړی دى چې څوک خپل درناوى چا باندې په جبر نه شي منلى.

دا وخت پاکستان کې د بشري حقونو دیو شمیر کارمندانو په شمول دقامي اسمبلۍ غړي علي وزير اؤ د پي ټي ايم يو شمير پلويان د رياستي ادارو په ضد د تقريرونو او اړى ګړي په تور بنديوان دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG