لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېشیایي پرمختیایي بېنک: سږ کال د پاکستان د اقتصادي پرمختګ شرحه دوه فیصده زیاتېدای شي


اسلام اباد ـــ اېشیایي پرمختیایي بېنک د روان مالي کال د پارہ د پاکستان د اقتصادي پرمختګ په شرحه کې د دوہ فیصده زیاتوالي پېشنګویي کړې دہ.

بېنک پخپل فلیګ شپ اېشین ډیویلنټ آوټ لوک ۲۰۲۱م رپورټ کې وایي چې نړیوالې مالیاتي ادارې سرہ د استحکام پروګرام د لاندې پہ اقتصادي اصلاحاتو عمل کول او کورونا ویکسین کامیابۍ سرہ ورکولو سرہ پہ کال ۲۰۲۲م د پاکستان اقتصادي پرمختګ شرح کې څلور فیصدی پورې د زیاتوالي طمع دہ.

البتہ رپورټ زیاتوي چې اقتصادي پرمختګ تر لاسه کولو منفي خطرو سرہ مشروط دی او دې د پارہ پرله پسې ګامونہ اخیستل او دسمبر ۲۰۲۱م پورې ۷۰ فیصدي ابادۍ تہ کورونا وېکسین لګول ضروري دي.

د پاکستان د خزانې وزارت او سټیټ بېنک د دوه اعشاریہ نھہ او درې فیصدي شرح نمو اندازو پہ پرتلہ د اېشیایي پرمختګ بېنک د پیشن ګویۍ د نړیوال بېنک له خوا شوې یو اعشاریہ درې فیصدي او د نړیوالې مالیاتي ادارې د یو اعشاریہ پینځہ فیصدي شرح سرہ نیزدې دہ.

پہ رپورټ کې ویل شوي چې روان کال د ګرانۍ شرح بہ د تېر کال د لس اعشاریہ اووہ فیصدي نہ اتہ اعشاریہ اووہ فیصدي تہ راکمہ شي.

خو څېړونکي وایي د هدف تر لاسہ کولو د پارہ د وېکسینو عمل سر تہ رسولو سرہ سرہ سیاسي استحکام ھم ډېر ضروري دی.

وي او اې ډیوہ سرہ خبرو کې پہ اقتصادی چارو نظر لرونکی سینېر جرنلسټ ذیشان حیدر وایي پہ کورونا رنځ قابو موندلو سرہ سرہ د هدف تر لاسہ کولو د پارہ سیاسي استحکام ډېر ضروری دی:

"حکومت ته څہ خاص خطر نه شتہ خو د پاکستان سیاسي حالات ډېر ځانګری حیثیت لري او کلہ چې انتخابونہ رانیزدې کیږي نو حکومت داسې سخت ګامونہ نہ اخلي چې پرې د دوی بدنامي وشي او ھڅہ کوي چې د ولس د خوشالولو پرېکړې وکړي".

ذیشان حیدر وایي اوس خو وزیر اعظم او د خزانې نوي وزیر شوکت ترین دا اشارې ھم ورکړې دي چې ای ایم ایف سرہ بہ د دوی له خوا لګول شوو شرطونو تہ بیا کتنه کوي او زیاتہ یې کړه چې اوس بہ دا کتل کېږي چې حکومت دا ھر څہ څنګہ کوي.

دہ وویل حکومت تہ بہ دې ټولو اهدافو تہ ھم کتل وي او چې کومې خطرې دي ھغہ بہ ورتہ ھم پہ پام کې ساتل وي.

د اېشیایي پرمختیایي بېنک پہ رپورټ کې د پاکستان د کرکیلې په مد کې د کمزوري پرمختګ وینا شوې او د دې وجہ یې سخت بارانونہ، د کیرړو حملې او د پومبې فصل په پیداوار کې کمي ښودلې ده.

پہ رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان تہ بہ د شخصي څانګې ضرورتونہ پورہ کول وي او په ځانګړي توګہ د وړو او درمیانہ کاروبارونو بہ خاص خیال ساتل وي چرتہ چې د اندازو تر مخہ ۳۳ لکہ وړو کاروبارونو سرہ خواو شا څلور کروړہ کورنۍ مشغولې دي.

رپورټ وایي په پاکستان کې صرف ۲۱ فیصده بالغہ خلک بېنکي اکاونټونه لري چې پکې د زنانوو برخہ صرف اوہ فیصده دہ، کومہ چې د سیمې د ھیوادونو پہ پرتلہ ډېرہ کمہ دہ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG