لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اشرف غني مضمون: که پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي له افغان ملت سره دښمني انتخابوي


واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني پخپل یو تازه مضمون کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالاتو ته کتنه کړې او وایي که طالبان له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې نه کړي د سولې بهیر به زیانمن کړي او پاکستان ته یې ویلي چې د دوستۍ لار خپلوي که د دښمنۍ.

د اشرف غني دغه مضمون د اپرېل پر 4مه د امریکې په مشهوره مجله فارن افېرز کې خپور شوی چې سرلیک یې دی "د افغانستان د خطر او فرصت شېبه: د هېواد او سیمې د سولې لار". د لیکنې په پیل کې ښاغلي غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه د افغانستان او ګاونډیو لپاره یو مهم پړاو بللی:

"افغان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او دې ته پخپله [د امریکې]، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره د فرصت او خطر دواړو په نظر ګوري".

پاکستان او طالبانو ته:

اشرف غني وايي په خبرو کې پېچلي مسایل هم راتلای شي، لکه دا چې طالبان به له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کوي که نه او څنګه به یې پرې کوي، ځکه چې وایي پاکستان له دوی سره لوجسټیکي، مالي او [د وسلوالو] د ګومارنې په برخه کې مرسته کوي:

"که پاکستان د طالبانو د ملاتړ لاره غوره کوي نو له افغان ملت سره د دښمنۍ لاره به انتخابوي، بیا به نو پاکستان هم په نړۍ کې و رټل شي، خو اوس هم د اسلام اباد لپاره وخت شته چې د سولې په بهیر کې د شریک او فریق په توګه راڅرګند شي".

پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه تل رد کړي او وایي له امریکا او افغان حکومت سره د طالبانو په خبرو کې یې تر بل هر هېواد مهم رول تر سره کړی دی. پاکستاني چارواکي وایي په افغانستان کې امن کولای شي پاکستان ته منځنۍ اېشیا ته د رسایۍ موقع په لاس ورکړي. اشرف غني پخپل مضمون کې لیکلي چې پاکستان باید خپله دا خبره اوس په عمل کې ثابته کړي.

اشرف غني لیکلي چې د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې یې د افغانستان د سیاسي روغې جوړې لپاره هڅې کړې دي او وایي حکومت یې له طالبانو سره تل خبرو ته تیار پاته شوی او که اړتیا شوه د سولې لپاره به خپله دوره هم را لنډه کړي.

ښاغلی غني په مضمون کې وایي حکومت، امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د 2014م کال په نسبت ډېر غښتلي شوي او پوره تیار دي چې د امریکایي پوځونو تر وتلو وروسته هم د خپلو خلکو خدمت او دفاع وکړي. غني لیکي د بهرنیو ځواکونو وتل به افغانانو ته د بشپړې ازادۍ موقع هم په لاس ورکړي:

"د امریکې پرېکړې طالبان او په پاکستان کې د دوی ساتونکي حیران کړل او دوی یې اړ کړي چې انتخاب وکړي، آیا دوی غواړي د باور وړ فریقان شي او که نوره ګډوډي او تشدد غواړي؟ که وروستۍ لاره خوښوي نو زموږ ځواکونه ورسره جنګېږي".

اشرف غني لیکي چې که طالبان نوره جګړه نه غواړي نو د افغانستان په هکله مهمې پوښتنې دې جواب کړي، چې انتخابات مني او د نجونو، ښځو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پر ځای ساتي که نه:

"داسې ښکاري چې طالبان تر امن په واکمنۍ کې زیاته دلچسپي لري، دوی اسلامي نظام غواړي هغه په افغانستان کې له مخکې لا شته، دوی باید په تفصیل او واضحه توګه خپلې غوښتنې وړاندې کړي".

هغه راتلونکی چې افغانان یې غواړي:

اشرف غني پخپل مضمون کې لیکي، افغانان هیڅکله نه غواړي چې د 1990 کلونو ته ور وګرځي، وایي‌ ټول نړیوال فریقان یې او افغان ولس غواړي افغانستان یو خپلواک، اسلامي، جمهوري، متحد، بې طرفه او له نړۍ سره تړلی هېواد و اوسي.

افغان ولسمشر وایي له طالبانو سره مذاکرات د باور وړ او بې طرفه منځګړي ته اړتیا لري، چې د نشتوالي له کبله یې د سولې خبرې درېدلې دي، وایي دا منځګړتوب ملګري ملتونه کولای شي:

"په خبرو کې لومړۍ موضوع باید د پراخې ډزبندۍ عملي کېدل وي، بیا به پر لنډمهالې اداره خبرې کېږي، البته د ریاست جمهوري ډانچه به همداسې وي، لنډمهالې اداره به انتخابات اعلانوي، چې زه پکې برخه نه اخلم او هغه وخت له خپل صدارته استعفی ورکوم چې وګورم زما ځایناستي ته د امن لپاره اختیار ورکړل شوی".

اشرف غني پخپل مضمون کې لیکلي، په مذاکراتو کې باید له القاعده ډلې سره د طالبانو پر اړیکو هم خبرې وشي چې وایي ملګرو ملتونو یې د 2020م کال په رپوټ کې تفصیل ورکړی دی. وایي د سولې په تړون کې باید افغان حکومت او طالبان دواړه د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې متفق شي او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ملاتړ ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG