لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په تیراه کې دوه سړي او یوه ښځه د "غیرت" په نامه وژل شوي


واشنګټن ـــ د پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر په لرې پرته سیمه تیراه کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د "غیرت" په نامه وژل شوي دي.

پولیس وایي پېښه د نهې- سه شنبې په ورځ د تیراه په زخه خېل سیمه کې شوې، وایي د یوې ښځې خپلوانو د سکول پر دوه استادانو ډزې کړې چې یوه ځای پر ځای او بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.

رپوټونه وایي چې وروسته بیا د ښځې کورنۍ هغه هم پخپل کور کې وژلې ده.

د سیمې له خلکو د تر لاسه شويو معلوماتو په اساس د وژل شوې ښځې د کورنۍ وګړو د سکول له استاد سره د دې د پټو اړیکو په بنیاد درېواړه وژلي دي.

د خیبر ضلعې په تاڼه کې د "غیرت" په نوم د درو تنو د وژل کېدو په ضد دا لومړۍ پېښه ده چې پولیسو پرې مقدمه درج کړې ده.

د تیراه پولیس تاڼې ایس ایچ او انسپکټر شمشاد وي او اې ته ویلي، چې په پېښه کې له ښکېلو غاړو یوه هم د پېښې په ضد رپوټ نه دی ورکړی، پولیسو پخپله د سرکار په مدعیت کې مقدمه درج کړې ده او د پېښې په تړاو یې ځینې کسان هم نیولي دي.

د بشري حقونو د فعالانو غبرګون:

په خیبر ضلع کې د انساني حقونو د ژغورنې له غیرسرکاري تنظیم سره تړاو لرونکي منظور اپریدي وي او اې د دې پېښې په ضد د مقدمې درج کېدو هرکلی کړی دی.

منظور اپریدی وایي د داسې پېښو په ضد د مقدمو له درج کېدو سره به په سیمه کې د ښځو په ضد د تشدد او د خلکو له خوا پخپلو لاسو کې د قانون د اخیستو مخه ونیول شي.

له خیبر سره تړاو لرونکې سیاستواله او ټولنیزه فعاله ناهید اپریدۍ وایي، د دې پېښې په ضد د مقدمې درج کېدو ډاډمنه کړې خو وایي د داسې پېښو مخنیوی به هله وشي چې د خیبر په شمول په ټولو نویو قبایلي ضلعو کې د پولیس تاڼې جوړې شي.

په دې وروستیو کې په ټول پاکستان خصوصاً په خیبرپښتونخوا کې د ښځو په ضد د تشدد او په ځانګړې توګه د "غیرت" په نامه د وژنو پېښې زیاتې شوې دي، چې د بشري حقونو د فعالانو په وینا ډېرې یې نه رپوټ کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن درې ورځې وړاندې پخپل رپوټ کې ویلي وو، چې په تېر 2020م کال کې په دې هېواد کې د "غیرت" په نامه د وژنو 430 پېښې شوې دي چې وایي په هغو کې 363 ښځې او 148 نارینه وژل شوي دي.

د پېښور هایکورټ یو وکیل شاه نواز خان وایي، د "غیرت" په نامه وژنې په شخصي توګه نه کېږي بلکې په دې داسې پېښو کې ټوله کورنۍ یا څو کورنۍ لاس لري، ځکه نو هغوی کوم ثبوت نه پرېږدي.

شاه نواز خان وایي داسې پېښې د پولیسو په وړاندې هم نه راوړل کېږي. وایي د نوي قانون له مخې د "غیرت" په نوم د وژنو مقدمې د پولیسو په مدعیت درج کېږي، خو د ګواهانو د نشتوالي له کبله مقدمه دومره کمزورې وي چې تورنو کسانو ته یې ګټه رسېږي او هغوی ژر بیرته خوشي شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG