د لادرکه بلوڅانو لپاره د کار کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ فرسنز مشر ماما قدير بلوڅ وايي يو کال پخوا لا درکه شوی حسان قمبراني راخوشې شوی ، او هغه د کوټې په کلي قمبراني کې خپل کورته رسېدلی دی.
دماما قدیر په خبره د پنجشنبې په ماښام شا وخوا اته بجې حسان په کلي قمبراني کې خپل کورته نېزدې ايله کړل شوی و.
ماما قدير ډيوه ته ویلي له حسان قمبراني سره يو ځائ لادرکه شوی د هغه د اکا زوئ حزب الله قمبراني هم څلور ورځې وړاندې را خوشی شوی او خپل کور ته رسېدلی ؤ،
وايي د لا درکه کسانو په راخوشې کیدو دوئ ټول خوشحاله دي۔
د لادرکه بلوڅانو لپاره د کار کوونکي تنظيم غړې او د حسان قمبراني خور حسيبه قمبراني هم پر خپل ټويټر پاڼه خوښي څرګنده کړې او داسې لیکلي یې دي "زما ورور حسان قمبراني يو کال وروسته د تکلیفونو له ځايه بېرته خپل کورته راستون شو
هغې لیکلي"د هغو خلکو مننه چا چې قدم پر قدم زما ملګرتيا کړې،د هغو خبريالانو هم مننه چا چې زموږ ږغ پورته کاوه، حکومت چې څه ډول زما ورورڼه را خوشي کړل له دوئ زما خواست دی چې نور لا درکه کسان دې هم را خوشي کړي"
د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند لياقت شاهواني پرخپل ټويټر پاڼه د حسيبه قمبراني ټويټ خپور کړی او هغx ته يې مبارکي ليکلې، خو هغه په دې اړه نور څه ندي ويلي ،
تر دې وړاندې لياقت شاهواني او د ايالتي حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو په بيا بيا ويلي چې دوئ دلادرکه کسانو ستونزه له نزدې څاري او ددې د هواري لپاره هر ممکن ګام اخلي.
د ماما قدير پر خبره دوئ د بلوچستان اوسني حکومت ته د 590 لادرکه کسانو نوم لړ ورکړی و،
هغه وایي څلور سوه ته نزدې لادرکه بلوڅان بېرته کورونو ته ستانه شوي چې هغه کسان هم پکې شامل دي چې دوئ يې نومونه حکومت ته ورړکړي وؤ.
د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظيم د روان کال د فروري په مياشت کې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې هم احتجاج کړی ؤ اؤ حکومت څخه یې د لادرکه کسانو د را خوشې کولو غوښتنه کړې وه۔
د ماما قدير په خبره دې احتجاج ته ورغلې د پاکستان د بشري حقوقو وزيرې شيرين مزاري ته دوئ د پنځلسو لادرکه کسانو نوملړ ورکړی ؤ.
هغه وايي له هغو پنځلسو لادرکو څخه يوازي دوه تنه حسان او حزب الله قمبراني را خوشي شوي دي.
نوموړی وایي د لادرکه بلوڅانو د راخوشې کولو واک او اختيار د پاکستان له څارګرو او امنيتي ادارو سره دی اؤ هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرل قمر جاويد باوجوه او څارګرو ادارو څخه د نورو لا درکه کسانو د راخوشي کولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم په دې وروستیو کې ويلي وؤ نه غواړي چې په ملک کې يو تن هم لا درکه وي ، بل لوري ته د پاکستان د پوځ وياند جنرل بابر افتخار ويلي وؤ چې په ملک کې به د لادرکه کسانو ستونزه ډېره ژر حل شي۔
په پاکستان کې د کال 2011م څخه په زوره او ناقانونه ډول د لادرکه شوؤ خلکو د موندنې او په دې کې ککړو خلکو ته دقانون لاندې د سزا ورکولو لپاره يو کمېشن هم کار کوي، او د پاکستان وزير اعظم عمران خان په دې اړه د قانون جوړولو لپاره د کابينې يوه ځانګړې کمېټه هم جوړه کړې۔
که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د کمېشن په کارکردګۍ بې باوري څرګندوي خو د کمېشن شمېرې ښيي چې د کال 2020 دسمبر پورې یې څلور زره قضيې هوارې کړې دي