لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ویرو اؤ پروپېګنډو باوجود پښتونخوا کې دکرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ چټک شوې


په خیبر پښتونخوا کې دکرونا د واکسین په ضد دکېدونکې پروپیګنډې اؤ ویرې باوجود د واکسین په لګولو کې چټکتیا لیدل شوې او روغتیا پوهان وائي صوبه کې د ورځې په حساب د ۱۵۰۰۰ نه زیاتو خلکو ته ویکسین لګول کیږي.

سرکاري شمیری وائي په خیبر پښتونخوا کی تر اوسه د دریوؤ لکو نه زیاتو خلکو ته کرونا ضد واکسین لګول شوي دي اؤ دحکومت وینا ده چې نزدې راتلونکې کې به د ویکسین لګولو عمل نور هم چټک کړل شي.

پاکستان کې دکرونا دڅار دولتي اداره این سي او سي وائي تیره ورځ په پاکستان کې یو لک او 31 زرو نه زیاتو کسانو ته ویکسین لګول شوي.

دپاکستان حکومت دعوه لري چې تر جون میاشتې پوری به د ویکسین لګولو کچه د ورځې په حساب پنځوؤ لکو ته ورسوي.

دخیبر پښتونخوا د مردان ضلعي هسپتال کی د ویکسین لګولو رابطه کار ډاکټر فهد اقبال وائي د فرورۍ په پرتله په اپریل او مئ کې زیاتو خلکو ته ویکسین لګول شوي دي.

وي او ای ډیو سره خبرو کې هغه ویلي مردان ضلعې ته په مجموعی توګه دکرونا ضد ویکسین 55500 راغلو خوراکونو کې 4600 نه زیاتو خلکو ته ویکسین لګول شوي دي.

هغه زیاته کړه د کله نه چې په ګاونډي هیواد هند کې د کرونا له امله نقصان شوی نو د هغې اثر په پاکستان کې هم شوی او خلک اوس ویکسین لګوي.

دنوموړي په وینا وړاندې به د ورځې په حساب د200 تنانو په ټاکل شوي هدف کې تر 10 پورې کسان راتلل خو اوس په خلکو کې پوهه راغلې ده.

په خیبر پښتونخوا کې سرکاري شمیرې وائي تر اوسه دری نیمو لکو نه بره کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي چې پکښی 60 زره 439 ډاکټران اؤ روغتیایي مامورین هم شامل دي.

ددې ترڅنګ دوه لکه 40 زره ،469 عامو وګړو ته هم صوبه کې کرونا ضد ویکسین لګول شوي.

د صحت محکمې تیره ورځ وئيلي هره ورځ صوبه کې د ۱۵۰۰ نه زیاتو خلکو ته دا ویکسین لګول کیږي.

دپاکستان د نورو ښارونو څېر په خیبر پښتونخوا کې هم په خلکو کې د ویکسین په اړه دغلطو پروپیګنډو له امله ویره خوره ده او دا پروپګنډه هم کیږي چې دې سره د انسان شکل بدلیږي، د زړه دوره پرې راځي او څرمن یې توره شي.

شپیته کلن احسان الدین چې دمران هسپتال ته ویکسین لګولو له ورغلی ؤ د ډيوه خبریال ته یې ویلي خپلو خپلوانو به ورته هم دا ویل چې رنګ به دې تور شي، څرمن به دې خرابه شی خو د ویکسین لګولو وروسته ورباندې داسې هیڅ نه دي شوي او نه ورباندې د زړه دوره راغلې ده.

هغه وایي "زمونږ په کلي کې روزانه دری او څلور کسان په کرونا مړه کیږی نو مونږه هم ویکسین ولګول چې ځان خوندی وساتو"

پاکستان کې د کرونا د څار اداره وائي تیره ورځ په ټول هیواد کی یو لک ،31 زره اؤ 571 کسانو ته ویکسین لګول شوي او مجموعي شمیره یې 3883884 ته رسیدلې ده.

د کرونا د څار د ادارې مشر اسد عمر په خپل تازه ټویټر بیان کې ویلي د مئ د شپاړسمې نیټې څخه به دیرش کلنو ځوانانو ته هم د ویکسین لګولو پیل شي.

تر دې وړاندې د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان وئیلي وؤ حکومت د کرونا ضد ویکسین د30 میلينه خوراکونو انتظام کوي او د جون میاشتې پورې به19 میلينونه ویکسین پاکستان ته راشي.

په دې وروستیو کې 12لکو نه زیات د برتانیې جوړ ویکسین اسټرا زینیکا هم پاکستان ته رارسیدلي وؤ او په ملکي کچه د روس او چین جوړ ویکسین کارول کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG