لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: جومات کې چاودنې د امام په ګډون 12 تنه وژلي او 15 ټپیان، طالبانو برید غندلی


واشنګټن ـــ د کوچني اختر په دویمه ورځ ماسپښین مهال د کابل په شکردره سیمه کې په یو جومات کې چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا 12 تنه پکې وژل او 15 نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چاودنه د شکردرې د قلعه مراد بېک سیمې په حاجي بخشي جومات کې هغه وخت شوې چې خلکو د جمعې لمونځ کاوه، وایي بم په جومات کې پټ کړل شوی وو.

د پولیسو د ویاند په وینا په چاودنه کې د مسجد امام مفتي نعمان هم وژل شوی دی. وایي نور ټول وژل شوي او ټپیان هم عام خلک دي.

یو لمونځ کوونکي محب الله صاحبزاده رسنیو ته ویلي، دی چې څنګه جومات ته ور ننووت چاودنه وشوه او د ماشومانو په ګډون یې د خلکو چیغې واورېدې:

"جومات له لوګي ډک شو او ګڼ شمېر مړي او ټپیان مې ولیدل، زه هم بیرته له جوماته را ووتم او د کور خواته مې منډې کړې".

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې. طالبانو چاودنه په کلکه غندلې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د چاودنې تور د افغانستان په استخباراتو پورې کړی خو افغان حکومت بیا تل په داسې بریدونو کې طالبان ککړ بولي.

دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په درو ورځو کې په ټول افغانستان کې ډزبندي اعلان کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د اختر په لومړۍ ورځ هم په کندوز او کندهار ولایتونو کې په دوو چاودنو کې 11 تنه وژل شوي وو، خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د ډزبندۍ په مهال د جګړې کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

تېره اوونۍ هم د کابل په دشتِ برچي سیمه کې د یو سکول مخې ته خونړۍ چاودنه شوې وه چې د وژل شویو کسانو شمېر یې 85 ته رسېدلی او لسګونه کسان پکې ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې د تشدد لړۍ وروسته له هغه لا تېزه شوې چې امریکایي او بهرني ځواکونه له دې هېواده د وتلو په حال کې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG