لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دتړل شوي روزګارونو ۱۷م مئ څخه دبیا پرانستو پرېکړه شوې


دپاکستان حکومت د ۱۷م مئ څخه ګرد هیواد کې دکرونا وایرس له امله دتړل شوؤ دوکانونو اؤ کاروباري مرکزونو دبیا پرانستو پرېکړه کړې ده.

دپلان جوړونې دمرکزي وزیر اسد عمر په مشرۍ شوې د کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او غونډه کې دهیواد دننه د کرونا دتازه وضعیت ارزؤنه شوې ده اؤ ویل شوې دي چې ۱۷مئ نه به یو وارې بیا هیواد کې تړل شوي دوکانونه اؤ مارکیټونه پرانستی کیږي اؤ دوئ ته به د ماسخوتن اتوؤ بجو پورې دکار کولو اجازه وي.

همدا شان ادارې پرېکړه کړې ده چې په سرکاري دفترونو کې به دمامورینو شمیر نیم په نیمه ساتل کیږي اؤ د۱۶م مئ نه به د سورلیو ګاډو ته هم دفعالیت اجازه ورکړل کیږي.

پاکستان دا وخت د کرونا دريمې څپې سره مخ دی او حکومت د مئ د مياشتې اتمې نيټې راهسې ټول هيواد کې تجارتي مرکزونه تعليمي ادارې اؤ دسيلګرۍ مرکزونه تړلى دي

دحکومتي شميرو ترمخه پاکستان کى د تيرو څو اوونیو وروسته په لومړى ځل دیو شواروز دننه دکرونا دمريضانو شميره ٢٠٠ نه ښکته ریکارډ شوې ده او حکومت امیدواره یا حامله میرمنو ته د کرونا ضد ویکسين لګولو منظوري ورکړې ده.

ددې ترڅنګ حکومت سبا داتوار د ورځې نه د ویکسین ورکولو دپاره د ديرش کاله عمر لرونکو کسانو د رجسټریشن پیل کولو اعلان هم کړی دی.

بل اړخ ته نړيوال بينک د ویکسين لپاره د مالي مرستو په ترڅ کې د پاکستان لپاره ١٥٣ میلينه ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده خو ورسره بينک ويره څرګنده کړې چې د کرونا دريمې څپې له امله د لکونو پاکستانيانو ژوند او روزګار د خطر سره مخ کيدلى شي.

د هیواد دخزاني پخوانى وزير او داقتصادي چارو څيړونکى ډاکټر حفيظ پاشا د پاکستان لپاره دنړیوال بینک د امدادي رقم د منظوري ستاٸنه کوي او وايي دې سره به د معاشي مشکلات ښکار دپاکستان حکومت ته ویکسين اخستو کې ډيرې اسانۍ په لاس ورشي.

خو ورسره هغه دپاکستان دمعیشت په هکله د ورلډ بينک انديښنې هم پځائ بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې حفيظ پاشا وويل تير کال پاکستان کې د کرونا دلومړۍ څپې له امله پنځوس لکه پاکستانيان د روزګار نه محرومه شوي وؤ او دوؤ کروړو نه زيات د غربت دکرښې لاندې تلي وؤ.

داین سي او سي دشميرو ترمخه تيرو څلیريشتو ساعتونو په مهال ١٥،١٣١ نور تنان د کرونا په رنز اخته شوي او ٨٣ تنان مړه شوي دي چې ورسره دمړينو شميرى ١٩،٤٦٧ ته لوړې شوي.

حکومتي شمیرې ښایي چې د کرونا ٤،٣٧٨ مريضان مرګوني حالت کى دي.

د پاکستان ٢٢ کروړ نه زياتې آبادۍ کې تر اوسه دوه فيصدي خلکو ته کرونا نه د ژغورنې ویکسين لګول شوي دي.

حکومت مخالفه ګوندونه تور لګوي حکومت د واکسين اخستو پځائ د ویړیا یا خیراتي ویکسین په تمه ناست دی.

د واکسين دکمي په اړوند نیوکو ته غبرګون کې وزير اعظم عمران خان دريځ خپل کړی چې يواځې پاکستان نه بلکې ټوله نړى د ویکسين د کمي ستونزې سره مخ ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG