لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:جنرال باجوه ډاډ راکړی چې دطالبانو بیا راتګ د دوئ په ګټه نه دی


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ډاډ ورکړی چې دطالبانو دامارت یا یکتاتورۍ بیا راتګ سیمه کې دهیڅ هیواد اؤ په ځانګړي ډول دپاکستان په ګټه نه دی.

له شپیګل مجلې سره پخپله یوه تازه مرکه کې چې ځینې برخې یې دافغانستان دصدارتي محل له لوري خپرې شوي، ولسمشر اشرف غني ویلي کابل ته دجنرال باجوه د اوسني سفر په مهال ورته هغه ویلي چې پوځ کې یې په ټیټو کچو اوس هم په ځېنو قضیو کې مخالف ذهنیت وجود لري خو اصلي خبره دسیاسي ارادې ده.

هغه ویلي دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ امنیتي تړون دافغان سولې اؤ امن دپاره مهم لامل جوړیدی شي خو په وینا یې زما هدف دافغانستان بې طرفي ده ،موږ نوی ملاتړی ځواک نه غواړو اؤ دا هم نه غواړو چې دسیمې اؤ نړۍ د رقابتونو برخه شو.

کله چې په دغه مرکه کې له اشرف غني وپوښتل شول چې که تاسو طالبانو سره واک شریک کړئ نو ایا سړي به یو ځل بیا اوړدو ږیرو پرېښودلو ته اړ کړل شي اؤ ښځې به له کورونو د وتلو اجازه ونه لري؟ ولسمشر غني یې په ځواب کې وویل” په دې اړه طالبان وپوښتئ، موږ به یې دې کار ته پرې نه ږو،طالبان به افغان ځوانان په زور تسلیم نه کړي”

د ولسمشر غني نه په دغه مرکه کې پوښتل شوي چې دامریکا له ملاتړ پرته ستاسو حکومت دطالبانو په وړاندې تر څه وخته مقاومت کولی شي ؟هغه یې په جواب کې ویلي افغان ځواکونه دتل دپاره دخپلې خاورې ددفاع توان لري اؤ دا اوس یې هم دمئ میاشت کې دبریدونو لومړۍ څپې سره په اغېزناک ډول مقاومت کړی.

هغه ویلی دبهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته دکورنۍ جګړې دپیل کیدو اټکل شته خو حالات باید تر هغه بریده لاړ نه شي.

نوموړي ویلي کله چې په کال ۲۰۱۴م کې دامریکا اؤ نړیوالو ځواکونو له لوري جنګي ماموریت رسماً پائ ته ورسیدو اؤ په روزنیز ماموریت بدل شو هرچا داسې فکر کولو چې جمهوریت به راوپرځېږي خو مونږ بریالي شو .

هغه زیاته کړې څومره چې دافغانستان دبې ثباتۍ سناریو پراخیږي دومره به مونږ دلته له تاؤ تریخوالي سره ډیر مخ کیږو.

هغه ویلي افغانستان کې دسول په اړه به لومړۍ پرېکړه دسیمې په کچه کیږي،وړومبی په دې موضوع کې دپاکستان د دخیلولو مسله ده ،امریکا اوس کوچنۍ ونډه لري ،دسولې اؤ خصومت خبره اوس دپاکستان په لاس کې ده.

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر باجوه په دې وروستیو کې دبرتانوي پوځ مشر سره یو ځائ کابل ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې افغان ولسمشر اشرف غني سره په یو لړ مهمو ضوعاتو خبرې کړې وې.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي د پوځ د مشر جنرال قمرجاوید باجوه سفر د برتانيې د پوځ د مشر د هغو هڅو برخه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اعتماد رامنځته او امنيتي چارو کې همکاري زياته شي.

هغه پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي مارچ کې هم بحرين هیواد کې د پاکستان او افغانستان د امنيتي مشرانو غونډه شوي وه.

جنرال باجوه دغه سفر کابل ته وروسته له هغې کړی ؤ چې افغان ولسمشر پخپله یوه وینا کې په زغرده وویل پاکستان دوه لارې لري یا باید افغانستان سره د دوستۍ لاره اختیار کړي اؤ یا د دښمنۍ لاره ونیسي.

پاکستان بیا دریځ لري چې افغانستان کې سوله غواړي اؤ ددې مقصد دپاره یې طالبان امریکه اؤ افغان دولت سره خبرو ته کښینولي دي.

خو دپاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي کچ نه دي ویلي چې ګنې افغانستان کې به بیا دطالبانو دحکومت راتلو سره مخالفت ښایي.

اسلام اباد وایي افغانستان کې به دهر هغه نظام ملاتړ کوي چې دافغانانو پخپل منځي مشوره رامنځته شي خو افغان چارواکي بیا وایي چې اسلام اباد د پردې ترشا هڅې کوي چې طالبان یو ځل بیا په کابل واکمن کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG