لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو پس په راولاړېدونکو اندېښنو لرې کولو کار روان دی


د امریکا مهمو سفارتکارو او د دفاع چارواکو د افغانستان نه د ځواکونو په ويستو اندېښنې څرګندې کړي چې هسې نه افغانستان بيا د امریکا پرضد د ترهګرۍ دپاره وکاريږي.

خو د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د امریکا د کانګرس د ملي امنیت کمېټۍ ته ویلي، چې "په دغه لړ کې کار روان دی" خو په دغه اړه يې نور جزيات نه دي شريک کړي.

بل لور ته د امریکا د هند پېسفک چارو دپاره د دفاع قايم مقام سيکرټري ډېوېډ هېلوې د سېنېټ د وسله والو خدمتونو د کمېټۍ چارواکو ته ویلي،

"په دې برخه کې کار روان دی چې مونږ د ترهګرۍ پرضد خپله وړتيا او په سیمه کې خپلې اثاثې بيا په ځای کړو".

هغه زياته کړې، "چې په سيمه کې په مختلفو خبرو په غور روان دی او پلان ورته جوړولی شي".

د امریکا صدر جوبايډن چې د افغانستان څخه د ځواکونو ويستلو اعلان کړی د هغې وروسته د دواړو ګوندونو امريکايي قانون ساز پرله پسې اندېښنه څرګندوي، خو دغه اندېښنې په دې نه دي چې ګنې امريکايي ځواکونه به د ترهګرو ډلو القاعده او داعش پرضد د افغان ځواکونو په شا ونه دريږي.

ځينې بيا په دې اندېښنې څرګندوي چې افغان ځواکونه به د امریکا د ملاتړ پرته وړتيا ولري کنه، او په طالبانو به څه ډول اعتماد وکړی شي.

سېنېټر اېنګس کينګ ويلي، "چې امریکا په افغانستان کې په لويه شمېره کې د ډالرو پانګونه کړې، وژنې او د زرونو په شمېره کې خلک ژوبل شوي، زه وايم چې په افغانستان کې د امنيت په وضع بحث کېدی شي".

هغه ویلي "په کال نیم کې به راته مالومه شي چې مونږ په هغه ځای او حالاتو کې يو کوم چې په کال 2001 کې وو".

د کمېټۍ مشر د ريپبلکن سېنېټر جيم اينهوپ نيوکې کړي " چې د امریکا صدر چې کومه نېټه ټاکلې هغه د امریکا په تاريخ کې د ترهګرۍ د بوږنونکو بریدونو شل کلنه کليزه ده او نوموړي دې ته "سياسي فېصله "ويلي دي.

هغه ويلي "دا د ځمکني حالاتو سره سمون نه خوري کومه سپارښتنه چې د کانګرس لخوا د دواړو ګوندونو ريپبلکن او ډېموکرېټک مشرانو په سياسي بنيادونو کړې ده".

ویل شوي دغه اندېښنې په وروستيو کې د دفاع او استخباراتي چارواکو لخوا په افغانستان کې د ځمکني حالاتو بيانولو وروسته سېوا شوي دي.

دا تازه بحث په داسې حال کې شوی چې په افغانستان کې د امریکا د محکمه دفاع د څار انسپکټر جنرل ويلي، طالبانو د کال د 2021 په لومړو درېو مياشتو کې په امریکايي او اتحادي ځواکونو بريدونه نه دي کړي خو په افغان ولس او امنيتي ځواکونو يې بريدونه سېوا کړي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، طالبانو د القاعده سره اړيکې په ځای ساتلي او ورسره یې د غټو حملو منصوبه بندۍ هم روانې ساتلي دي.

دغه رنګ د کال په لومړو درېو مياشتو کې افغان وګړي په هدف شوي، چې پکې سرکاري افسران، استازان د طبي عملې غړي او مذهبي مشران هم شامل وو.

ويل شوي طالبان د دغو عملياتو زمه وارۍ نه مني امریکا او افغان چارواکي پرې تورن کوي چې افغان ولس ويروي او د حکومت نه يې بد اعتماده کړي.

هېلوي د زیارت په ورځ منلې چې "طالبانو د دوی سره کوم تړون کړی په هغې وخت تير شوی دی".

خو خليلزاد ويلي چې "خبره د القاعده او طالبانو راغله څيزونه به بدل وي، هغه زياته کړې طالبانو په دغه لړ کې پرمختګ کړی او ځينې ژمنې يې پوره کړي خو دوی (امريکا) پرې لا مطمين نه يو، ضروري نه ده چې مونږ څه غواړو هغه وشي خو زه فکر کوم چې هغوی به سمه فېصله وکړي، او پکار ده چې مونږ د امکاناتو دروازې ونه تړو".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG