لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګون ويلي، امریکا به د پاکستان ځمکني او هوايي حدود کاروي


د امریکې د دفاع وزارت ويلي په افغانستان کې د موجودګۍ دپاره پاکستان امریکايي پوځ ته د ځمکني او هوايي حدودو کارولو اجازه ورکړې ده.

ډان ورځپاڼې ویلي، د بهرالکاهل دپاره د امريکا د دفاع مرستيال سېکتر ډېوډ هېلوی دغه خبره تيره اوونۍ د سېنېټ د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته کړې ده.

هغه ويلي د پاکستان سره به يې خبرې روانې وي ځکه چې د پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې مهم کردار دی.

ورځپاڼې په واشنګټن کې د سفارتي سرچينو له قوله ویلي پاکستان په افغانستان کې د موجودګۍ دپاره تل امریکا ته ځمکنۍ او هوايي رسايي ورکړې او دغه لړۍ به اوس هم روانه وي.

دا خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د امریکا صدر جوبايډن اعلان کړی د روان کال د ستمبر د 11 پورې به د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه اوباسي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19 مې) د منځني ختیځ لپاره د امریکا لوړ پوړي قومندان ویلي هغه به د جون په لومړیو کې د دفاع وزیر لویډ اسټن ته سپارښتنه وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته څه ډول په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پرضد د جګړې څارنه وکړي.

د امریکا مرکزي قومندان جنرال فرانک مېکېنزي ويلي وو، د افغانستان له ګاونډیو سره د هغوی د فضا په کارولو او د سرتېرو د اډو په اړه خبرې پرمخ روانې دي خو وخت به نیسي.

هغه وویل، په پایله کې به امریکا د ترهګرو په ګواښ او له افغان پوځ سره د مرستې په اړه خپل نظر ساتي چې تړونونه عملي شي او ځمکني حالات بدل شي.

مکېنزې په څرګنده ويلي،‌ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د هر ډول پوځي اډې پرته به د افغانستان په سر د لا زیات وخت لپاره د څار د الوتکې شتون ته اړتیا وي چې په منځني ختیځ کې به له امریکايي اډو څخه د افغانستان په سر له څلورو تر شپږو ساعتونو پورې الوتنې کوي.‌

له شته اډو څخه د الوتنې د واټن له امله به دا ستونزمنه وي چې تر دې زیات وخت یوه الوتکه د افغانستان پرسر پاتې شي.‌

په وروستيو کې د پنټګان مشرانو او د کانګرس غړو اندېښنه څرګنده کړې ده چې د امریکايي‌ ځواکونو له وتلو سره به افغان حکومت او پوځ به زر د طالبانو لخوا چپه شي.‌

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تيره اوونۍ د کانګرس یوې غونډې ته ويلي وو، دا ډېره منفي انګېرنه ده څوک چې اټکل کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان د کابل حکومت نسکور کړي.

خلیلزاد د کانګرس د بهرنيو چارو کمېټۍ ته ويلي د طالبانو سره دوه لارې دي.

هغه ويلي وو لومړۍ لاره دا ده چې طالبان د خبرو د لارې د امن لاره خپله کړي، سياسي تحریک جوړ کړي او داسې ملک جوړ کړي چې په نړيواله ورورلۍ کې ورته احترام وي.

هغه ويلي دوېمه لاره دا ده که طالبانو په زور د واک اخستو لاره خپله کړه نو بندېزونه به پرې ولګي، په نړيواله کچه به يواځې شي په سيمه ييزه او نړيواله کچه به د مخالفت سره مخ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG