لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو د ساتنې دپاره، ښايي امریکا جهازونه وړونکې بېړۍ منځني ختيځ پله بوځي


د امریکا د دفاع دوه چارواکو وي او اې ته ويلي هيله څرګنديږي چې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټېن نن د زیارت په ورځ منظوري ورکړي چې د امریکا جهازونه وړونکې بېړۍ د اسيا پېسفک څخه منځني ختيځ ته بوځي.

چارواکو ويلي د امریکا دغه بېړۍ (يو اېس اېس رونلډ ريګن) چې په جاپان کې ولاړه ده دا بېړۍ به د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ويستلو په وخت مرستندويه وګرځي.

دا بېړه په داسې وخت کې منځني ختيځ پله بوتلل کيږي چې امریکا د افغانستان څخه خپل پوځ اوباسي او د امریکا صدر جوبايډن ویلي د 11 ستمبر پورې به د سرتيرو ايستل پوره کړي.

په مطبوعاتو داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وو امریکايي چارواکو ويلي پاکستان ورته د ځمکني او فضايي حدودو کارولو اجازه ورکړې خو پاکستان دغه خبره رد کړې او ویلي يې وو چې پاکستان امریکا ته هیڅ قسمه اجازه نه ده ورکړې.

د يو اېس اېس ډونلډ ريګن د لېږلو مطلب دا دی چې په سيمه کې امریکا دغه ډول اډه نه لري او دغلته د جهازونو دپاره بېړه ودروي.

خو بل لور ته د برتانيې (اېچ اېم اېس کوين الزبتهـ) جهازونه وړونکې بېړه چې د امریکا د سلګونو په شمېره کې مېرينز او لس جنګي جهازونه هم پکې دي دغه بېړه پېسفک ته په لاره ده.

د امریکا د نېول انسټيټوټ د خبر ترمخه د کال 2003 نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د جاپان څخه دغه بېړۍ منځني ختيځ پله بوتلل کيږي، له دې وړاندې د عراق په جګړه کې (يو اېس اېس کيټي هاک) چې اوس نه کارول کيږي، په خليج فارس کې ودرول شوې وه.

پېناګون له دې وړاندې ويلي، د کال 2018 د ملي دفاع د سټراټیجۍ ترمخه دوی په انډو پېسفک (هند بحرالکاهل) سيمه ډېر نظر ساتي او د دغه لارې د چين او روس سره نزدې سيالۍ ته لومړيتوب ورکوي.

ويل کيږي د امریکې دا بېړۍ به په سیمه کې د وړاندې نه د درېو مياشتو څخه دغلته موجود (يو اېس اېس ډوايټ ډي ايزن هاور) ځای ونيسي خو چاوراکو په دغه اړه څه نه دي ويلي چې په سیمه کې موجوده بېړۍ به هم دغلته موجوده وي که نه وي.

د پېنټاګون وياند جان کربي د بېړو د تګ راتګ او په ځای کولو په اړه د څه ويلو څخه ډډه کړې چې پېنټاګون په دغه اړه څه ويل نه غواړي.

تيره اوونۍ د امریکا سمندري ځواک ويلي وو چې (يو اېس اېس ډونلډ ريګن) بېړۍ د جاپان څخه انډو پېسفک سیمې ته روانه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG