لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وایي په تېره یوه اوونۍ کې 1,500 طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


واشنګټن ـــ په داسې حال کې چې د افغان چارواکو په وینا په بېلابېلو ولایتونو کې یې د طالبانو په ضد جګړه لا روانه ده، د افغانستان ملي امنیت اداره وایي په تېره یوه اوونۍ کې 1500 طالبان په جګړو کې وژل شوي او ټپیان شوي خو طالبانو دا دعوه رد کړې ده.

د افغانستان د استخباراتي ادارې ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج وایي، تېره اوونۍ د وسلوالو طالبانو لپاره ډېره خونړۍ وه او وایي په بېلابېلو سیمو کې هغوی د افغان ځواکونو له خوا تر فشار لاندې او ځپل شوي دي.

احمد ضیا سراج د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل،‌ چې په تېره یوه اوونۍ کې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"تېره اوونۍ د دښمن لپاره یوه خونړۍ اوونۍ وه،‌ د افغانستان په مختلفو برخو کې د دوی [طالبانو] شاوخوا 1,500 تنه وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي، دغې مرګ ژوبلې د طالبانو تر منځ‌ هم ستونځې پیدا کړې دي ځکه چې دوی له خپلو وسلوالو په جګړه کې پر ځای ګټه نه واخیستله".

وسلوالو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د افغان چارواکو د دې دعوې په اړه بیان نه دی خپور کړی، خو بي بي سي د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې په تېره اوونۍ کې د دوی د وسلوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو دا شمېر "خیالي" بللی دی.

د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر احمد ضیاء سراج دعوه وکړه چې طالبانو له دې کبله چې په جګړه کې له ماتې سره مخ شول، پخپلو لیکو کې یې کم عمره هلکان د جګړې لپاره وګومارل:

"دوی په جګړه کې د کم عمره هلکانو په ګومارلو پیل وکړ، په زور او جبر هغوی راولي وسلې ورکوي او د جګړو سنګرونو ته یې لېږي".

خو د طالبانو ویاند پخپلو لیکو کې د کم عمره هلکانو د جنګولو دعوه رد کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خبري غونډه کې وویل، حکومت یې د هېواد د شخړې پر سیاسي او سوله ییز حل باور لري خو وایي طالبان د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکول غواړي:

"موږ د سولې طرفدار خلک یو، موږ سوله او مذاکره غواړو، جنګ پلوه او هغه خلک چې فکر کوي د جنګ له لارې دا ګټي هغه طالب دی، طالب مذاکرې ته تر اوسه سهي نه دی حاضر شوی، ځکه دوی په دې باور نه دي چې مذاکره د دوی لپاره د حل لاره ده، دوی یواځې جنګ پېژني".

د افغانستان د دفاع وزارت پرون ویلي،‌ چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې د دې هېواد په اتلسو ولایتونو کې افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په جواب کې 210 وسلوال وژلي دي.

ملګرو ملتونو تېره میاشت په رپوټ کې ویلي وو، چې د روان 2021م کال په لومړیو درو میاشتو کې 1,800 عام افغانان د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړو کې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG