د بلوچستان د اعلا وزير او ګورنر هاوس مخې ته د دلادرکه بلوڅانو دموندنې دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز او بي اين په مېنګل ګوند له لوري د لادرکه بلوڅ ځوان زاکر بلوچ د موندلو لپاره احتجاجي لاريون او احتجاج شوی، چې پکښې زيات شمېر ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی ؤ.
په ياد احتجاج کښې د زاکر بلوڅ مور راج بي بي هم ګډون درلود، راج بي بي وي او اې ډيوه ته وويل چې دا له تيرو دولسو کلونو څخه د خپل بچې د راتلو لاره څارې،
اغلې راج بي بي زياته کړه چې د زوئ تر لادرکه کېدو وړاندې يې خاوند وژل شوی و، او بيا يې زوئ لادرکه شوی چې واړه ماشومان لري.
"حکومت وايې موږ انصاف کړی، په تيرو 12 کالو کښې يې کوم انصاف کړی، هيڅ انصاف يې نه دی کړی. يو څه خو د راته ووايې چې په تيرو دولسو کالو کښې يې څه کړي،"
هغه وایي "چيرې دی هغه انصاف،کله به دوئ ماته انصاف راکوي؟ د زاکر پلار يې مړ کړ کوم انصاف يې راکړ؟ که چيري زاکر وای نو کوچنيانو به يې سبق ويلو سکول ته به تلل کالج ته به تلل. خپل اينده به يې جوړه وه،زه له ټول پاکستان له ټولي نړۍ څخه دانساني حقوق له ادارو څخه انصاف غواړم"
د ذاکر کورنۍ وايي چې زاکر بلوڅ په کال 2009 کښې له خضدار څخه کوټې ته روان ؤ پر پر لاره دنامعلومه کسانو لخوا له موټر څخه له د دوو نورو ملګرو وحید بلوڅ او باسط بلوڅ په ګډون وړل شوي ؤ،
وروسته له څو ورځو يې ملګري خوشي شول خو د زاکر بلوڅ د دولسو کالو وروسته هم هيڅ درک نه دی معلوم شوي۔
زاکر بلوڅ لسبيله پوهنتون زده کونکی و.
د کوټې په احتجاج کښې د ( بي اين پي مېنګل ) بلوڅ نيشنل پارټۍ يوه مشر لشکري رئيساني هم ګډون درلود، لشکري وي او اې ډيوه ته وويل چې دوی د بلوڅانو په ګډون د ټولو نادرکه شوو کسانو د را خوشي کېدو لپاره جمهوري هڅې کوي۔
ښاغلي وويل چې" پاکستان يو کثير قومي مملکت دی دلته چې هر وخت څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کړي نو هغه اول په زور خاموشه کيږي بيا يې د اخيستلو کوشش کېږي او که چيري بيا هم هغه څوک نه ومني بيا هغه لادرکه کېږي"
د دغه پرلت او په بلوچستان کې دخلکو په زوره د لادرکه کېدو د تورونو په هکله مو د بلوچستان ايالتي وزير داخله څخه د حکومت موقف وغوښتو خو هغه د کېمرې مخ ته له خبرو کولو ډډه وکړه خو دومره يې وويل چې دوی په تيرو لنډو شپو کښې د لادرکو کسانو له کورنيو سره ناسته کړې او دوی هڅه کوي چې دا ستونزه زر تر زره حل کړي،
خو د بلوچ مسينګ پرسنز ارګنائزيشن مشر ماما قدير بلوڅ بيا د ضيا لانګو دغه خبره ردوي او وايې چې په دې وروستيو کښې د لادرکو کسانو د کورنيو له غړيو سره هيڅوک هم نه دي ناستي
ماما قدير تور پوري کړ چې د دوئ دغه غوښتنې د ايالتي يا وفاقي حکومتونو څخه نه دي او نه دوئ د دغه اختيار لري، ماما قدير وايې چې د دوئ دغه غوښتنې د پوځ او استخباراتي له ادارو څخه دي۔
د لا درکه بلوڅانو لپاره دکارکونکي تنظيم دبل مشر نصرالله په خبره دوئ د بلوچستان اوسني حکومت ته د 590 لادرکه کسانو نوم لړ ورکړی و،
هغه وایي څلور سوؤ ته نزدې لادرکه بلوڅان بېرته کورونو ته ستانه شوي چې هغه کسان هم پکې شامل دي چې دوئ يې نومونه حکومت ته ورکړي وؤ.
د لادرکه کسانو دې ستونزې ته په کتو سره د پاکستان تحریک انصاف حکومت قانوني مسوده د جون پر اوومه نېټه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې وه.
په مسوده کې ويل شوي چې "د رياست يو کارکوونکی، يا يو کس يا ډله د خپلو اختیاراتو په استعمالولو سره يو څوک نيسي، بندي کوي، تښتوي او یا يې په بله يوه بڼه کې ازادي ورتروړي نو دا په زور د لادرکۍ په تعريف کې راځي.
په قانوني مسوده کې ويل شوي چې پر هرچا دا ثابته شوه چې په لادرکۍ کې لاس درلود نو هغه ته به ۱۰ کاله د بند سزا اورول کېږي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ کال کښې په زوره د لادرکه کسانو دپلټنو کمېشن جوړ کړی ۔ د پاکستان حکومت وايي چې د لادرکه کسانو په اړه دغه نوی قانون به دا ستونزه تر ډېره حل کړي.
که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د کمېشن په کارکردګۍ بې باوري څرګندوي خو د کمېشن شمېرې ښيي چې د کال 2020 دسمبر پورې یې څلور زره قضيې هوارې کړې دي،
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ په مياشت کې يوې خبري غونډې ته ويلي وؤ چې په ملک کې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د شپږو زرو کسانو نومونه ترلاسه کړي چې پکې د څلور زرو مقدمې حل شوي او د پاتې نورو لا درکه کسانو ستونزه به هم ډېر زر حل شي۔
د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري د جون پر اوومه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې په قامي اسمبلۍ کې تر وړاندې کېدو وروسته قانوني مسوده د جاج اخيستو لپاره د کورنيو چارو کمېټۍ ته لېږل شوې ده.
هغې زياته کړې چې دوئ په دې اړه خپله ژمنه پوره کړې او اوس دا د پارلېمان ذمه واري ده چې ژر تر ژره دا قانون منظور کړي۔