لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز:پاکستان کې داعلا عدالتونو قاضیان دناوړه جبر سره مخ دي


پاکستان کې دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز تور لګولى چې پاکستان کې د انصاف داعي د اعلا عدالتونو قاضيان د ناوړه جبر سره مخ دي.

دشورو يا چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په وخت هغې وويل جسټس شوکت عزيز صديقي او جسټس قاضي فاٸز عيسا ځکه ځورؤل کيږي چې هغوئ په انصاف اډاڼه فيصلى ورکوي او که سپريم کورټ نن د دوئ ملاتړ ونه کړو نو سبا له هر يو قاضي داسې بده ورځ ليدى شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپريم کورټ پينځه کسيزه بینچ د اسلام اباد هايکورټ دجج شوکت صديقي د څوکۍ نه دلرې کولو په ضد د هغه د اپيل اوريدنه نامعلومله وخته پورى ځنډولې.

دکال ٢٠١٨م دجولایي مياشت کې دپینډۍ د وکیلانو سازمان ته وينا کې شوکت صديقي تور لګولى و چې پوځي استخباراتي اداره ایي ايس ایي د خپلې خوښې فيصلو اخستو لپاره په عدالتونو فشار اچوي.

دپوځ لخوا دجسټس صدیقي په دغه تقریر خفګان ښودل شوی ؤ او بيا د ججانو د محاسبې لپاره جوړ سپريم جوډيشل کونسل هغه د خپل منصب نه لرې کړى ؤ.

د شوکت صديقي وکيل د سپريم جوډيشل کونسل کارروايي يو اړخېزه بولي او د بينچ په وړاندې هغه دعوه کړې چې د ایي ایس ایي مشر جنرل فيض حميد په صديقي فشار اچولى ؤ چې اسلام اباد هايکورټ دې پخواني وزير اعظم نواز شريف ته د لاندې احتساب عدالت لخوا اورول شوى سزا پځاى ووساتي.

د سپريم کورټ بار پخوانى صدر قاضي انور د شوکت صديقي دڅرګندونو پسر د مريم نواز انديښنې پځائ بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې قاضي انور ويلي،دې سره دمسلم ليګ نواز ګوند دا تور سم ثابتیږي چى دمنظم سازش لاندى د دوئ قيادت ته سزا ورکړى شوې ده.

هم د چهار شنبې په ورځ داسلام اباد هايکورټ دوه کسيزه بينچ نواز شريف او د هغه لور مريم نواز ته د اسلام اباد احتساب عدالت لخوا داورول شوې سزا په ضد د اپيلونو اوریدنه کړې ده.

عدالتي معاون اعظم نذير تارډ دريځ خپل کړى چې د نواز شريف بيرته راتلو پورې باید د اپيلونو اوريدنه ودرول شي.

اسلام اباد هايکورټ ويلي دا يوه قانوني معامله ده او دوئ به جاج اخلي چې د نواز شريف غيرموجودګۍ کې د هغه داپيل اوريدنه کولی شي او که نه؟ او داشان هايکورټ د کيس اوريدنه د جولايى ٢٣مې نيټې ته ځنډولې ده.

جولایي کال ٢٠١٨م کې د اسلام احتساب عدالت د ايون فيلډ يا برتانيه کې د آمدن نه دزياتو او غير قانوني اثاثون لرلو په تور نواز سريف ته لس کاله او د هغه لور مريم نواز ته ٧ کاله دبند سزا اورولې وه.

اسلام اباد هايکورټ ايوڼ فيلډ قضيه کې نواز شريف او د هغه لور په ضمانت خوشې کړی ډي.

کال ٢٠١٩م کې هم اسلام اباد هايکورټ یوه بله د مالي درغليو العزيزيه قضيه کې نواز شريف ته اورول شوې سزا ځنډولې وه او هغه یې د خراب صحت په اساس په ضمانت خوشى کړى ؤ.

دعدالتي پريکړې وروسته پخوانى وزير اعظم نوازشریف د علاج لپاره برتانيي ته تلى ؤ او د عدالتي حکم باجود پاکستان ته بيرته راتلو نه ډډه کوي چى له امله یې هاىکورټ هغه اشتهاري ګرځولى دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG