لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملت پاله ګوندونه وایي دپاکستان بجټ کې وړو صوبو سره توپیري‌ چلند شوی


د پاکستان مرکزي حکومت د ٩٠٠ اربو روپو د تاريخي ترقياتي بجټ وړاندې کولو او د صوبو برخه کې د ٢٧ فيصدي زياتوالي راوستو دعوې کوي خو دسندهـ صوبې حکومت او ملت پاله ګوندونه په دغو دعوؤ بې باوري ښایي .

ملت پالو ګوندونو اؤ دسندهـ حکومت په مرکز تور لګولی چې بجټ کې یې وړو صوبو سره ترقياتي پروژو کې توپيري چلند کړی او دقامي مالياتي کميشن د لارې یې صوبې دخپلې برخې او حقونو نه محرومه ساتلې دي.

څيړونکي د پاکستان دفاعي بجټ کې زياتوالي باندى انديښنې لري او وايي هر کال د ددفاعي لګښتونو ترڅنګ د ملکي قرضو لويه برخه هم په دفاع مصرفیږي چى له امله ېې پاکستان د بدې ورځې سره مخ دی.

د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري دعوه کړې چې حکومت د٩٠٠ اربه روپو تاريخي ترقياتي بجټ اعلان کړی دی چې پکى د صوبو برخه ٢٧ فيصدي زياته کړى شوې ده.

حکومت د مرکز او صوبو ترمنځ د وسيلو د ويش لپاره دجوړ قامي مالياتي کميشن د فارمولې لاندې د دویش جوګه امدن کې هم د صوبو دبرخې زياتولو دعوه کوي.

وفاقي بجټ کې ددغه فارمولې د لارې د صوبو لپاره ٣٤ کهربه روپۍ اعلان کړی شوي دي چى ترمخه یې د پنجاب صوبى لپاره ١٦ کهربه ١٩٠ اربه، دسندهـ لپاره ٨ کهربه ٤٨ اربه ،دبلوچستان لپاره ٣ کهربه ١٣ اربه او د خيبر پختنخوا دپاره ۵ کهربه اؤ ١٥٩ اربه روپو ورکولو پريکړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې مرکز کې حکومت مخالفه خو سندهـ صوبه کى واکمن د پيپلز ګوند اعلا وزير مراد علي شاه په مرکزي حکومت ترقياتي پروژو کې د دوئ صوبې سره د توپيري چلند تور لګولی.

تيره ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې د ګوند وياندې او د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري دا تور هم لګولى ؤ چې مرکز د مالياتي کميشن د لاندې صوبو ته خپل حقونه نه ورکوي او تير کال د کميشن د فارمولې لاندى دسندهـ صوبې د برخې ١٤٧ اربه روپى اوس هم په مرکز ورپوري دي.

د پختون ملت پاله عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان هم په مرکز د وړو صوبو د حقونو تروړلو تورونه تکرار کړي دي.

اسفنديار ولي خان په مرکزي حکومت دخيبر پښتونخوا دبجلۍ خالص ګټې د ورپورې ٦٥٠ اربو او د مالياتي کميشن د١٥٥٩ اربو روپو صوبې ته د ورکولو غوښتنه کړې ده.

د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی سردار حسين بابک وايي کال ١٩٩١ کې دای جي اين قاضي فارمولا ټاکل شوې وه چې دهغې په اساس د صوبې خالصه دبجلۍ منافعه پینځوؤ کالو ک ١٣٨ اربه روپۍ جوړيږي او د تيرو شلو کالو په حساب خو دا بيا لویې رقم جوړيږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې سردار بابک وويل که دا رقم خيبر پښتونخوا ته ورکړى شي نو په لويه کچه دترقياتي پروژو لپاره کارول کيدى شي چې له امله یې صوبه کې په غربت او بې روزګارۍ قابو موندل کيدى شي.

مرکزي حکومت دا ځل دفاعي بجټ کې اووه فيصدي زياتوالى هم کړی دى چى ورسره د دفاعي بجټ حجم ١٣٧٠ اربو روپو ته رسيدلى دی.

د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه ايکسپريس ټريبون وايي د پوځ نه ريټاير يا پخوانيو چارواکو ته د پينشن لپاره مرکزي حکومت ٣٦٠ اربه روپي د دفاعي بجټ نه بيلې ورکوي.

اخباري رپورټ زياتوي ددې ترڅنګ پوځ ته د ترقياتي پروژو لپاره بيلې ٣٦٠ اربه روپۍ جاري کيږي.

د دفاعي چاروړڅيړونکی ډاکټر عبد الحميد نٸير وايي که دې ته وکتل شي نو د پاکستان ټول ٨٠٠٠ اربه روپو بجټ کې د دفاع برخه تر شل فيصدي جوړيږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دفاع باندې د کيدونکې دومره لویې خرچې له امله پاکستان د بدې ورځې سره مخ دی.

هغه وويل پاکستان چى تر اوسه څومره قرضي اخستي د هغى لويه برخه په ملکي دفاع لګي او د ډاکټر نٸير په خبره دا په ډاګه کوي چې دفاعي اخراجات د پاکستان ولس باندې څومره لویې بار دى.

کال ٢٠١٨ کې چې کله عمران خان د هیواد وزير اعظم جوړيدو نو هغه مهال پهپاکستان د ورپورې کورنيو او بهرنيو قرضو حجم ٢٤ زره ارب روپۍ خو دا پورونه اوس د ١٤ فيصدي اضافي سره ٣٨٠٠٠ زره ارب روپو ته رسيدلي دي.

د پاکستان حکومت تير کال دغه قرضو باندې ٢٩٠٠ اربه روپۍ سود ورکړى و او سږ کال مالياتي بجټ کې د قرضو د سود لپاره ٣٢٠٠ روپۍ ايښودل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG