لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دامریکا د وتلو تر اعلان وروسته پاکستان په طالبانو کنټرول نه لري


امريکایي ورځپاڼې نيو يارک ټاٸمز سره مرکه کى دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي پاکستان دا کولى شول چى افغان طالبان یې د امريکا او افغان دولت سره خبرو اترو ته کښېنول خو د امريکا لخوا دخپلو ځواکونو د ویستلو له اعلان وروسته اوس پاکستان په افغان طالبان کنټرول نه لري.

عمران خان ويلي پاکستان به نه خو امريکا او نه کوم افغان ډلې ته د فعاليتونو لپاره دخپلې خاورې کارولو اجازت ورکوي.

د يو ويډيو بيان دلارې داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري دغه مرکه کې د افغانستان د راتلونکي په هکله د وزير اعظم عمران خان د انديښنو پخلى کړی دی.

دفواد چوهدري په خبره وزير اعظم عمران خان ويلي که افغانستان کى حالات ډير خراب شول نو پاکستان د افغانستان سره لګيدلى پوله په بشپړ ډول تړلى شي.

وزير اعظم عمران خان زياته کړې ده دوئ د افغان دولت سره تماس کې دي او نه غواړي چې لکونه افغانان بيا پاکستان ته راشي.

د افغانستان د راتلونکي په اړه د وزير اعظم عمران خان خبرې د دفاعي چارو ماهر ډاکټر حسن عسکرى بيځايه او د وخته مخکې بولي.

حسن عسکري وي او ای ډيوه ته ويلي معلومه نه ده چې افغانستان کى سبا څه حالات جوړيږي ځکه دى ګڼي چې وزير اعظم نن کومې خبرې کوي هغه به سبا له عملي هم کړى شي.

امریکایي ورځپاڼې سره مرکه کې وزير اعظم عمران خان زياته کړې ده چې پاکستان نه غواړي طالبان په کابل قبضه وکړي او دا چې پاکستان د افغان ولس د رائیو د لارې منتخب حکومت سره مرستو ته چمتو دی.

وتلى خبريال او دافغان چارو څيړونکى رحيم الله يوسفزي وايي د عمران خان مخاطب ناست افغان دولت نه دى.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې رحيم الله يوسفزي وويل پاکستان غواړي چې افغانستان کې بيا انتخابات وشي او طالبان د جمهوري نظام دلارې دافغان حکومت برخه جوړه شي.

خو رحيم الله يوسفزی دا هم مني چې د اشرف غني حکومت به دې ته سخت غبرګون ښايي او دا به خپلو کورنيو چارو کې مداخله ګڼي.

په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ اړېکې یو ځل بیا کړکیچنې شوي اؤ د دواړه هیوادونو مشران دیو بل په ضد بیانونه ورکوي.

دافغانستان دملي امنیت سلاکار حمدالله محب په پاکستان تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان پرې ړنګوي خو پاکستان دحمدالله محب په تورونو سخت احتجاج کړی اؤ وایي یوازینۍ موخه یې افغانستان کې دامن ټینګښت دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG